لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد افغانستان کې دسولې په اړوند پاکستاني چارواکو سره لیدنې پیل کړي


افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو پیل کولو په موخه افغان چارواکو اؤ سیاسي مشرانو سره له لیدنو وروسته د سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته رسیدلی اؤ پاکستاني چارواکو سره یې لیدنې پیل کړي دي.

اسلام اباد ته له رسیدو وروسته زلمي خلیل زاد دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ اؤ خارجه سکترې تهمینه جنجوعه سره لیدلي اؤ افغانستان کې د سولې په بهیر کې دپاکستان په کردار یې ورسره خبرې کړي دي.

سرچینې وایي په دغه لیدنه کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکایي استازي ته باور ورکړی چې پاکستان به افغانستان کې دسولې د خبرو په بریالیتوب کې خپله هر رقم مرسته کوي.

شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان افغانستان کې دامریکا لخوا دسولې دپاره کیدونکو هڅو ته درناوی لري اؤ په دې باور دی چې افغان کشاله یوازې د سیاسي لارې هواریدلی شي.

تیره اوونۍ واشنګټن کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو سیمینار ته خپله وینا کې ویلي وؤ پاکستان به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي خو هغه دا هم واضحه کړې وه چې پاکستان اوس په طالبانو زیات نفوذ نه لري.

خو افغان اؤ امریکایي چارواکي تور لګوي چې طالبان اوس هم پاکستان پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې جنګونو ته دوام ورکړی دی.

پاکستان دامریکایي اؤ افغان چارواکو دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دامن د ټینګښت تر ټولو زیاته ګټه هم پاکستان ته رسیږي اؤ دغلته د نا امنۍ بدې اغیزې هم تر ټولو زیاتې په پاکستان کیږي.

سرچینې وایي شاه محمود قریشي سره لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر کابل کې دافغان مشرانو سره دخپلو لیدنو د جذئیاتو څخه هم خبر کړی اؤ ورته یې ویلي چې امریکا غواړي نور باید افغان جګړه پائ ته ورسیږي.

امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ‌ هیله یې ښکاره کړې ده چې هغه په افغانستان کې پیدا شوی، لویې شوی ،دافغانستان په وضعیت ښه پوهه لري ځکه نو په دې کې به بریالی شي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته چمتو کړي.

ټاکل شوې ده دافغانستان اؤ پاکستان د سفر څخه وروسته به زلمی خلیل زاد پخپل لس ورځني سفر کې سعودي عرب،قطر اؤ متحده عرب اماراتو ته هم لاړ شي اؤ ددغو هیوادونو چارواکو سره افغانستان کې دسولې په روان بهیر خبرې وکړي.

تیره ورځ کابل ته دخپل سفر په مهال زلمي خلیل زاد په طالبانو اؤ افغان دولت غږ کړی ؤ چې هغوئ باید دسولې خبرو دپاره خپل استازي وټاکي خو طالبانو یا افغان دولت لا د خلیلزاد دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG