واشنګټن ـــ د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه کېدونکو پارلماني ټاکنو لپاره د کمپاین په پر یوه دفتر چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۸ تنه پکې وژل شوي او ۱۱ تنه پکې ټپیان شوي دي.
افغان چارواکي وایي، برید د صالح محمد خان اڅکزي په نامه د یوه کاندید پر دفتر شوی او پخپله دغه کاندید هم پکې ټپي شوی وو چې له نورو ټپیانو سره یو ځای د لښکرګاه روغتون ته وړل شوی وو او په روغتون کې یې ساه ورکړه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، داسې ښکاري چې دا ځانمرګی برید وو خو وایي تر اوسه یې په دې اړه پلټنې روانې دي، خو عیني شاهدانو دا ځانمرګی برید بللی دی.
ځواک په پېښه کې د ولسي جرګې [ملي اسمبلۍ] د کاندید صالح اڅکزي په ګډون د ۸ مړینه تایید کړې، خو وایي کېدای شي په پېښه کې د مړیو شمېر زیات شي.
د دې برید ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو افغان طالبانو پرون د ګل- دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی وو، چې د راتلونکو ټاکنو پر بهیر به خپلې حملې زیاتې کړي.