لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په سخت معاشي بحران کې د۵۰ؤ لکو کورونو جوړؤلو پروژه اعلان کړه


دپاکستان نوي حکومت په ګرد هیواد کې د بې وزله خلکو دپاره د ۵۰ؤ لکو کورونو جوړؤلو دپروژې پرانسته کړې ده اؤ وایي چې په راتلونکو پینځوؤ کالو کې به دغه ۵۰لکه کورونه جوړ اؤ بې کوره خلکو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نوی حکومت د سختو مالي ستونزو سره مخ شوی اؤ وزیراعظم عمران خان وایي په هیواد دومره پورونه بار دي چې ددغو پورونو خلاصولو دپاره نورو پورونو اخستلو ته اړتیا پیدا شوې ده.

وزیراعظم عمران خان اقتدار کې له راتلو وړاندې اعلان کړی ؤ چې که هغه وزیراعظم شو نو یو کروړ بې روزګاره خلکو ته به نوکرۍ اؤ ۵۰لکه بې کوره خلکو ته به کورونه ورکوي.

دکورونو جوړؤلو د پروژې د پرانستې په مهال وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې ددې پروژې په سرته رسیدلو به بې وزله خلک دسر سیوری ومومي اؤ زلمو ته به ورسره د روزګار موقعې په لاس ورشي.

وزیراعظم وویل د کور جوړونې دپروژې سرته رسولو دپاره به دریو میاشتو کې د” نوي پاکستان هاوسنګ اتهارټي “په نوم اداره جوړولی شي اؤ په سمدستي توګه به سر دنن (زیارت) نه اووه ضلعو کې دپروژې پیل کولو عمل پیل شي

هغه وویل د کورونو ورکولو دپاره به دوؤ میاشتو کې د رجسټریشن عمل سرته رسول کیږي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په لمړي پړاؤ کې به دمرکز هاغو دولتي مامورینو ته کورونه ورکول کیږي چې لږې پیسې ګټي.

وزیراعظم ویلي د کورونو جوړولو دپاره به زمکه حکومت ورکوي اؤ دابادۍ کار به یې شخصي څانګې ته سپارل کیږي.

ښاغلي خان ویلي د کورونو دپروژې دپاره د جوړیدونکې ادارې مشري به هغه پخپلو لاسونو کې اخلي اؤ دغه اداره به په هر ښار کې د ارزانو کورونو اړتیاوې اؤ زمکې په ګوته کوي.

دعمران خان سیاسي مخالفین دهغه په دې دعوؤ ریشخند وهي چې ګنې هغه به یو کروړ بې روزګاره خلکو ته روزګار اؤ پنځوسو لکو خلکو ته کورونه ورکړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو پخواني مشر سید خورشید شاه سکهر کې د وکیلانو یوې غونډې ته خپله وینا کې ویلی عمران خان داسې غیرسنجیده څرګندونې کوي چې اوس ورپسې خلک خندنی کوي.

هغه وویل دهیواد معیشت دسختو ګواښونو سره مخ دی،په تیرو دوؤ میاشتو کې د اربونو روپو نقصان شوی دی اؤ عمران خان په تشو اعلانونو قام تیرویستل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG