لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په رسمي ډول ايي اېم اېف ته د قرض خواست کړی


د نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنیشنل مانيټري فنډ (اېم اېف اېف) مشرې ويلي پاکستان ورته د مالي مرستو دپاره خواست کړی دی، تر څو ورپېښې اقتصادي ننګونې حل کړي.

د ايي اېم اېف مشرې کرسټين ليګارډې نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ په ټویټر ويلي، د پاکستان د خزانې يا ماليې وزیر اسد عمر او د هغه د پلاوي سره يې ليدلي او ورته يې د مالي ننګونو د حل دپاره د مالي مرستو خواست کړی دی.

هغې ويلي د ايي اېم اېف ډله به په راتلونکو څو اوونيو کې د اسلام اباد سفر وکړي او د ايي اېم اېف په ممکنه مرستو به ورسره خبرې وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او وزيراعظم عمران خان به د حکومت وړاندې ويل چې د ايي اېم اېف نه به کله هم قرض وا نه خلي، او اوس ايي اېم اېف ته په تلو يې سختې نيوکې روانې دي.

پاکستاني ژورنالسټ طلعت حسېن په ټويټر ليکلي،

"لږه موده وړاندې به اسد عمر په ايي اېم اېف پسې بدې ردې ويلي چې د غريب پاکستان استحصال کوي، د هغه مشر عمران خان به ويل د ايي اېم اېف د منګول نه به ملک ازادوي. خو نن د ځان ژغورنې دپاره د ايي اېم اېف په دروازه ولاړ دي".

څيړونکې عايشه صديقه ويلي،

"څه رنګ چې اوس حکومت (پاکستان) ايي اېم اېف ته ځي، ايا د ماليې وزير به د سي پېک (چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ) د کتاب پرانستلو شرط ومني".

خبريال اسد کهرل د ايي اېم اېف نه د پاکستان د قرضونو اخيستو تفصيل په ټویټر خپور کړی دی، چې پاکستان کله او څومرې قرضونه اخيستي دي.

ځينې بيا وايي عمران خان ويلي ؤ چې که ايي اېم اېف ته لاړو خودکشي به وکړي او ځینې بيا د نوموړي هغه مرکې خپروي چې اؤ دوی ايي اېم اېف ته تلی شي.

وزيراعظم عمران خان پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ ويلي، په پاکستان په لس کاله موده کې د شپږ زره اربه نه تر ۳۰ زره اربه روپو ته قرضه رسېدلې ده او ويلي يې دي خساره ورته د تېر حکومت نه پاتې شوې ده.

هغه ويلي ؤ د ۱۰ نه تر ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا لري او زياته کړې يې وه دا د لږې مودې دپاره اخيستل کیږي.

عمران خان ويلي ؤ د تحریک انصاف د حکومت د اصلاحاتو اثر به شپږ مياشتې وروسته وليدل شي.

د نوموړي په حکومت دا نيوکې هم کيږي چې يو خو د هرې کړې خبرې نه بيرته ګرځي، بل دا چې د ۱۰۰ ورځو په جوړ کړي او وړاندي کړي پلان کې يې هيڅ نه ښکاري، تشې خبرې او ادعاوې يې کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG