لاس رسیدونکی لینک

 
اېف ای ټي اېف: اسلام اباد ته به د ترهګرۍ د مالي مرستو او مني لانډرنګ مخنيوی کول وي
تازه خبر

اېف ای ټي اېف: اسلام اباد ته به د ترهګرۍ د مالي مرستو او مني لانډرنګ مخنيوی کول وي


د اسلام اباد په سفر د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو لېږلو د څار نړیواله ډله د پاکستان په هغو ګامونه مطمئن نه ده کوم چې پاکستان په دغه اړوند پورته کړي دي.

د (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) د اسيا پېسفک څانګې د اسلام اباده غوښتي چې که د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست څخه وتل غواړي نور ګامونه به پورته کوي.

د ځايي ميډیا ترمخه د اېف ای ټي اېف څانګې د پاکستان په قانوني او اداره جاتي انتظاماتو کې نيمګړتياوې ترلاسه کړي او د ګټو نه ترلاسه کوونکو ډلو د څار يا جانچ دپاره د هېواد د موجوده قانوني نظام په کمزورتيا يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

يادې ډلې منلې چې په کومو برخو کې قانوني چوکاټ پياوړی دی هلته بيا د مالي بهير د کمولو دپاره کوم عملي نظام نشته، او دغه ډول د ځمکو په کاروبارونو کې هم دا کار عام دی او د غټو کاروباريانو معاملات د قانوني چوکاټه بهر دي.

د ډان د راپور ترمخه د پاکستان د امنيت او تبادلې کمېشن (اېس اي سي پي) د اېف ای ټي اېف پلاوي ته ویلي چې د ځمکو کاروباريان يې د اختياره بهر دي.

د ورځپاڼې ترمخه د اېف ای ټي اېف څانګې په غېر قانوني لاره د پېسو لېږلو يا مني لانډرنګ د مخنيوي په لړ کې هم کمی محسوس کړی دی.

نړیوال پلاوي ويلي بايد د تجارتي مرکزونو سره د مذهبي او نورو تنظیمونو لخوا د چندو دپاره د اېښودی شوؤ صندقونو بشپړ ريکارډ ولرل شي او د پېسو د هر قسمه کاروبار ريکارډ هم خوندي شي.

د پېښور پوهنتون د اقتصادي څانګې استاز پروفېسر ډاکټر ذلاکت خان وايي د اېف ای ټي اېف په کاري پلان د عمل لپاره بايد چې د پاکستان حکومت د هېواد ټول معيشيت په ريکارډ کې راولي ځکه چې د معيشيت ډير کم اړخونه د ليک لوست لاندې دي.

ويل شوي که حکومت د پاکستان نوم د خړ فهرست نه ويستل او د تور نوملړ نه ژغورول غواړي نو د معشيت په ريکارډ کې د راوستو لپاره به ورته قانون سازي کول وي.

د ايشيا پيسفک ګروپ نهه کسيزه ډله دا مهال د پاکستان په ۱۲ ورځني سفر ده چې د راتګ مقصد يې د اسلام اباد لخوا د ترهګرو د مالي مرستو او د پېسو په غېر قانوني ډول د مخنوي لپاره د پورته کړو ګامونو جاج اخستل دي، دوی په دغه اړوند د پاکستاني چارواکو څخه پوښتنې هم کوي.

پاکستان له به د راتلونکي کال ستمبر د مياشتې پورې د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنوي په حواله د اېف ای ټي اېف په ١٠ نکاتي کاري پلان عمل کول وي.

پاکستان د تېر جون په مياشت کې د اېف ای ټي اېف په کاري پلان د بشپړ عمل باور ورکړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG