لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا غږ مشرې امېنډا بېنېټ د جمال خاشقجي په بې درکۍ اندېښنه ښودلې


د امریکا غږ عمومي مشره امېنډا بېنېټ
د امریکا غږ عمومي مشره امېنډا بېنېټ

د امریکا غږ مشرې امېنډا بېنېټ وايي، په استانبول کې یوه اونۍ مخکې د امریکايي مېشت سعودي خبریال جمال خاشقجي نادرکه کېدل او ښايي وژل کېدل یوځل بیا دا په ګوته کوي چې په نړۍ کې خبریالان له څومره جدي ستونزو سره مخ دی.

مېرمن بېنېټ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، امریکا غږ او د نړیوالو رسنیو لپاره د امریکا اداره د مطبوعاتو په ازادۍ او غوره حکومتدارۍ باندې باور لري او دا چې خبریالان باید پرېښودل شي چې له وېرې، ډارولو، ځورونې او نورو پرته خپل کار وکړي.

دې وړاندې ویلي، که د جمال خاشقجي د وژلو او یا نیولو په اړه د ترکي حکومت راپورونه رښتیا وي نو دا په نړۍ کې له پخوا څخه د شته ډېرېدونکو ګواښونو په کتار کې یوه نوې لوړه کچه وي.

مېرمن بېنېټ زیاتوي، له دې ډول کړنو سره مونږ ټول په نړیواله کچه د ریښتینو راپورونو په وړاندې کولو کې له ګواښونو سره مخ کیږو که هغه د امریکا غږ، ازادي راډیو، د منځني ختیځ لپاره د خپرونو، د کیوبا او یا هم د ازادې اسیا لپاره خپرونې وي.

د امریکا غږ مشرې مېرمن بېنېټ دا هم وویل، چې مونږ په ټولو حکومتونو باندې غږ کوو چې ددغو بنسټیزو ارزښتونو په ملاتړ کې ډېر څه وکړي او د یاد امریکا مېشتي خبریال په پېښه کې د امریکا د دواړو متحدینو په اړه جدي غبرګون څرګند کړي.

یاده دې وي، جمال خاشقجي په امریکا کې د تېر کال راهیسې ژوند کاوه او د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست ته یې لیکل کول.

دی تېره اونۍ هغه مهال د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې تري تم شو کله چې دی د خپل راتلونکي واده لپاره د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره ورغلی وو.

د امریکا او ترکیې ولسمشرانو ویلي چې دوی به ددغې پېښې په اړه پوښتنې ګروېږنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG