لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ايي اېم اېف ته د پاکستان د قرض د خواست ارزونه کوو


امريکا ويلي په دې خبر ده چې پاکستان نړيوالې مالياتې ادارې ته د قرض يا مالي مرستې دپاره خواست کړی او امريکا د هرې زاويې نه د دغه خواست ارزونه کوي.

د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) مشرې کرسټين ليګارډې پرون د زیارت، پنجشنبې په ورځ په ټویټر ويلي، د پاکستان د خزانې يا ماليې وزیر اسد عمر او د هغه د پلاوي سره يې ليدلي او ورته يې د مالي ننګونو د حل دپاره د مالي مرستو خواست کړی دی.

هغې ويلي د ايي اېم اېف ډله به په راتلونکو څو اوونيو کې د اسلام اباد سفر وکړي او د ايي اېم اېف په ممکنه مرستو به ورسره خبرې وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هېدر نوئرټ ویلي، دوي (امریکا) خبر ده چې پاکستان په رسمي ډول ايي اېم اېف ته د مرستې دپاره خواست کړی او دوی د هرې زاویې نه د هغې د نزدې نه ارزونه کوي او ورسره ګوري چې په پاکستان څومره قرضونه دي.

هغې ویلي، د پاکستان د معاشي حالاتو خرابېدو يا دې ځای ته د رارسېدو علت د چين قرض دی.

هغې زياته کړې چې د پاکستان د چارواکو په نظر د چين نه قرض اخيستل به ورته ګران نه پريوځي او ځان به د دې نه خلاص کړي خو دا اوس د پاکستان دپاره نوره ګرانيږي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جولایۍ په وروستيو کې نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته خبرداری ورکړی ؤ چې د چين قرضداري د پاکستان نوي حکومت ته قرض نه ورکوي.

نوموموړي ويلي ؤ دا مرستې هيڅ منطق نه لري چې د چين د قرض ورکولو دپاره ورکړی شي.

پومپيو ویلي ؤ، "هيڅ غلطي دې ونه شي، مونږ ګورو چې ايي اېم اېف څه کوي"، "دا خبره هيڅ منطق نه لري چې چې د ايي اېم اېف د ټېکس ډالر او د هغې سره اړونده امريکايي ډالر چې د ايي اېم اېف د فنډ برخه ده د چين د بانډز يا په خپله د چين په کار راشي".

د تحریک انصاف حکومت د امريکې تازه بيان ته غبرګون نه دی ویلی.

خو د پاکستان مسلم ليګ ن د تېر حکومت مرکزي وزير احسن اقبال په ټويټر ليکلي،

"زمونږ ايي اېم اېف ته د تګ علت سي پېک يا د چين قرضې نه دي د هغې واپسي به د ۲۰۲۲ نه وروسته زیات نه زيات دوه اربه ډالره د کال په سر ورکول وي، زمونږ د مشکلاتو علت د توانايۍ په منصوبو او معيشيت کې د پرمختګ په سر په وارداتو (درامد) کې سېو والی، په پانګونه کې د سياسي بحران په وجه کمي او ناتجربه کار حکومت دی".

خو د پاکستان تحريک انصاف موجوده حکومت ادعا کوي قرضې ورته د مسلم ليګ ن د تېر حکومت نه پاتې شوي او د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو زمه واري د پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند په تېرو حکومتونه وراچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG