لاس رسیدونکی لینک

 
ګلالۍ اسماعيل د پينځه ساعتو نه د اېف ايي ای په ولکه کې ده، محمد اسماعيل
تازه خبر

ګلالۍ اسماعيل د پينځه ساعتو نه د اېف ايي ای په ولکه کې ده، محمد اسماعيل


د پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار پروفېسر محمد اسماعيل وايي، "ګلالۍ اسماعيل د سهار اووه بجو نه د اېف ايي ای په ولکه کې ده او دوی ورته په انتظار ناست دي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د اسلام اباد په هوايي ډګر د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای چارواکو د ګلالۍ نه اسناد اخیستي او انکوايري ترې کولی شي.

هغه وويل دا لا پته نه لګي چې مخکې به څه کيږي خو د هغې نه پوښتنې روانې دي.

د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داړو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل،

ګلالۍ ورته په ټيليفون ویلي چې "د اېف ايي ای چارواکو ګلالۍ ته ويلي نوم يې په اي سي اېل کې دی او اوس دا مالومات کولی شي چې د هغې نوم چا په اي سي اېل کې اچولی دی او په څه اساس اچول شوی دی".

په (اي سي اېل يا اېګزټ کنټرول) فهرست کې شامل تن د ملک څخه بهر سفر نه شي کولی.

په ټولنيزو رسنیو هم داسې ويل کيږي چې ګلالۍ اسماعيل د اسلام اباد په هوايي اډه نيول شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز په ټویټر ليکلي،

"ټولنيزه فعاله ګلالۍ اسماعيل د اسلام اباد د هوايي ډګر نه د اېف ايي ای چارواکو د پوښتنو دپاره د ځان سره بوتللې ده، په دې رياست کې د بشري حقونو خبره کول غټ ګناه دی".

خبريال مبشر زېدي هم په ټويټر د ګلالۍ اسماعيل د اسلام اباد په هوايي ډګر د نيولو خبر ورکړی چې هغه نن سهار د برتانیې نه بيرته ستنېده او نيول شوې ده.

هغه ويلي ګلالۍ ته ويل شوي چې نوم يې په اي سي اېل کې دی.

د ګلالۍ اسماعيل نوم د اګست په مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو سره په هغه مقدمه (اېف ايي ار) کې شامل ؤ کوم چې په صوابۍ کې درج شوی ؤ.

ګلالۍ د ښځو د حقونو دپاره د (اوئر ګرل) په نوم خپله غېر دولتي اداره هم لري، او ځينې نړيوال اېوارډونه هم ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG