لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنانا پاټېکر په ضد د اداکارې دجنسي زورؤنې په تورو مقدمه درج کړل شوې


دممبۍ پولیسو دهندي فلمونو د وتلي ستوري نانا پاټېکړ په ضد دیوې اداکارې تنو دته په جنسي توګه د زورؤنې مقدمه درج کړې ده .

تنوشري دته په دې وروستیو کې په نانا پاټېکر تور لګولی چې په کال ۲۰۰۸م کې یې د یو فلم جوړؤلو په وخت هغه په جنسي ډول زورؤلې وه خو نانا پاټېکر نوموړې اداکارې ته په دغو تورونو قانوني نوټس لیږلی اؤ دهغه وکیل راجیندرا شرود خبریالانو ته ویلي چې په نانا پاټېکر لګول شوي ټول تورونه دروغ دي.

هندي رسنۍ وایي چې اوړمه ورځ د تنو شري دته په وینا دممبۍ پولیسو اوس په رسمي ډول د نانا پاټېکر په ضد مقدمه درج کړې ده.

په دغه مقدمه کې د فلم د کوریو ګرافر اچاریه، پورډیوسر سمیع صدیقې اؤ ډائریکټر راکیش سارنګ نومونه هم شامل کړل شوي دي.

اداکارې تنوشري دته تور لګولی چې نانا پاټېکر دهغې تر څنګ نورې فلمي جینکۍ هم په جنسي توګه زورؤلي دي.

دامريکا په هالي ووډ کې د ښځينه هنرمندانو له خوا د جنسي ځورونې په ضد د را پورته شوي "ME Too" تحريک د هندوستان د باليووډ هنرمندانې هم ډاډه کړې ځکه خو روانه میاشت تانوشري دته وویل

"ز غواړم چې اوس نومونه واخلم، اداکار نانا پاټیکر، پروډيوسر سميع صديقي، ډایریکټر راکېش سارن او د ډانس استاد ګنېش اچاريه"

نوموړې دته تور لګولی چې د هندوستان د اېکشن فلمونو وتلي ستوري نانا پاټېکر ورته ويلي وو چې د ګډا په وخت به ده ته ډېره ور جوختېږي، ولې د هغې په سکرپټ او ورسره شوي تړون کې دغسې هیڅ نه وو.

د تیر خالي په ورځ په ممبۍ ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې نانا پاټیکر وویل: "لس کاله وړاندې ما دغو تورونو ته جواب ویلی. دروغ به همېش لا دروغ وي"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG