د پښتون ژغورنې غورځنګ په صوابۍ کې نيول شوي نهه تنه غړي چې پکې ۸۸ کلن فېض محمد کاکا هم شامل دی، د ۱۴ ورځو دپاره په عدالتي ريمانډ جېل ته ولېږل شو.
په صوابۍ کې د اګست د میاشتې په ۱۲م نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه جلسه شوې وه چې ورته منظور پشتين هم وېنا کړې وه.
د يادې جلسې وروسته د صوابۍ پوليسو د جلسې د راجوړؤنکو پرضد مقدمه درج کړې او په مقدمه کې تور لګول شوی ؤ چې د پي ټي اېم غړو او مشرانو د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړي او خلک يې راپارولي دي.
په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګوهر ننګيال وايي په اېف ايي ار کې اول دا نهه کسان وو کوم چې نن د خالي، شنبې په ورځ جېل ته ولېږل شو، او بيا ورسره پکې لس نور کسان چې پکې منظور پشتين هم ؤ شامل کړی شوي وو.
ننګيال وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل دغو نهه واړو کسانو د نيولو نه وړاندې ضمانت اخیستی خو پرون د دوی ضمانت نور ونه غځول شو او ونيول شو.
هغه وويل نيول شوي کسان نن ضلعي مجسټرېټ ته مخامخ کړی شو او هغه په عدالتي ريمانډ جېل ته ولېږل.
د نوموړي په وېنا په نيول شوؤ کسان کې ۸۸ کلن فېض محمد کاکا هم شامل دی.
هغه وويل "فېض محمد کاکا ته په عدالت کې جج وويل چې هتکړۍ ترې لرې کوي او کور ته يې ليږي خو کاکا ورته په ځواب کې وويل چې په دوی د دروغو مقدمه جوړه شوې د ملګرو سره به يو ځای وي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د فېض محمد کاکا د نيولو سخته غندنه کړې ده.
په نورو نيول شوؤ کسانو کې خېرالامين، رياض محمد، لياقت يوسفزی، کرنل (ر) هدايت، عابد، محمدعلي ډاګيوال، ډاکټر مشتاق، ډاکټر جسيم شامل دي.
ننګيال وايي د ګل، دوشنبې په ورځ به د دوی د ضمانت دپاره عدالت ته خواست کولی شي.
لياقت يوسفزي پرون وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي ؤ، په ۱۲م اګست دوی پرامنه جلسه کړې وه د خپل حق اواز يې پورته کړی ؤ هيڅ ورانی پکې نه ؤ شوی.
قانون پوهه اکبر هوتي وايي په داسې مقدمو درج کولو کې د بې ګناه خلکو جېل ته د لېږلو خطره وي، او داسې مقدمې چې د بدنیتۍ يا شک په بنیاد جوړې شي د خلکو په عدالتونو باور ختموي.
په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو د مقدمې نه وړاندې په کراچۍ او د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې هم مقدمې جوړې شوي خو په هغو مقدمو کې څوک نيول شوي نه وو.