لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ضمني انتخابات : د ثمر هارون بلور مقابله د پي ټي ايي د کانديد سره ده


پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند د وژل شوي کانديد هارون بلور د مېرمن ثمر هارون بلور په مقابله کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند محمد عرفان په مېدان کې دی.

سبا د پېښور په ګډون د ملک په بېلابيلو برخو کې د قامي او صوبايي اسمبليانو په ۳۵ حلقو ضمني انتخابات کېدونکي دي.

د عامو انتخاباتو د کمپاين په مهال په ۲۱م جولايۍ پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند کانديد هارون بلور د ۲۱ کسانو سره وژل شوی ؤ.

ياد ګوند د هارون بلور ښځه ثمر هارون بلور په دې حلقه (پي کی ۷۸) باندې کانديده ودرولې ده.

د عوامي نيشنل ګوند سردار حسېن بابک وايي، په پي کی ۷۸ د ثمر هارون اصل مقابله د پي ټي ايي د محمد عرفان سره دی. خو د دوی سره نزدې نورو ټولو ګوندونو اتحاد کړی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي د امنیت او انتخاباتو دپاره پورته کړو ګامونو په اړه وويل،"په پاکستان کې عدليه په خپله فېصلې نه شي کولی د اظهار رایې ازادي نشته اود اولس فېصلې بدلولی شي خو دوی بيا هم د جمهوريت لار نه پرېږدي او په انتخاباتو کې برخه اخلي".

د الېکشن کمېشن ترمخه په پي کی ۷۸ ټول ۱۲ کانديدان په مېدان کې دي.

پاکستان کې په ۲۵م جولايۍ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو باندې زياتره سياسي ګوندونو د درغليو تورونه لګولي وو.

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د اکرام الله ګنډاپورد وژنې وروسته په ياده حلقه (پي کی ۹۹) باندې د هغه زوی اغاز اکرام الله ګنډاپور ولاړ دی.

د اغاز په مقابله کې اته کانديدان په مېدان کې دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اغاز وويل،"د کمپاين نه مطمئن دی کورنۍ يې قربانۍ ورکړي، تره او پلار يې په خودکش حملو کې قربان شوي د سياسي کورنۍ سره یې تعلق دی د خلکو خدمت کوي او د راتلونکې فېصله به يې عوام کوي".

هغه وويل اوس هم په علاقه کې د امنیت په اړوند ګواښونه موجود دي خو حکومت دوی ته د دوي د ساتنې دپاره امنیتي سرتيري ورکړي دي.

بل لور ته په بنو کې د عمران خان نه خالي شوې چوکۍ باندې به د اکرم خان دراني زوی زاهد اکرم دراني او په مقابله کې يې د پي ټي ايي نسيم علي شاه په مېدان کې دی.

الېکشن کمېشن ويلي ؤ د قامي اسمبلۍ په ۱۱، د خېبرپښتونخوا په نهه، د پنجاب په ۱۱، سندهـ او بلوچستان په دوه دوه حلقو به ضمني انتخابات کيږي. ويل شوي د پنجاب په دوه صوبايي حلقو دوه کانديدان بې د مقابلې کامیاب شوي دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په ټول ملک کې د ضمني انتخاباتو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او په پولينګ سټېشنو به پوځي سرتيري ودرولی شي.

ويل شوي په ټولو ۳۵ حلقو کې په ۷۴۹۸ پولينګ سټېشنو کې ۱۷۲۷ حساسه ګرځول شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG