دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان دقندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي هغوي به پاکستان ته اجازه ورنکړي چې د ډيورنډ په فرضي کرښه ازغن تار ولګوي.
جنرال عبدلرازق خبري اژانس پژواک سره خبرو کې ویلي پاکستان د افغانستان دختیزو ولایتونو په څېر په سوېل کې هم پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار غځولو کار پیل کړی خو سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.
دتیر یو کال راهسې دپاکستان دپوځ له لوري افغانستان سره په غځیدلې ۲۶۱۱ کلو میټره اوږده لویدیځه پوله د ازغن تار لګولو کار روان دی اؤ ددې ترڅنګ پوځ په دغه پوله نوې پوستې اؤ پوځي قلعه ګانې هم جوړوي.
داګست په میاشت کې دپاکستان د پوځ (پخواني)ویاند میجر جنرال اصف غفور وائس اف امریکه ته ویلي وؤ د روان کال د دسمبر میاشتې پورې به په حساسو سیمو ازغن تار لګیدلی وي اؤ په نوره پوله به دتار لګولو عمل د راتلونکي کال تر پائ سرته رسؤل کیږي.
فغانستان دپاکستان له لوري په ګډه پوله دغځیدونکي ازغن تار د پروسې سره مخالفت څرګند کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې په دغه اوږده پوله زیاتې داسې سیمې شته چې دهغې د ملکیت جنجال تر اوسه نه دی هوار شوی .
دکندهار امنیه قوماندان ویلي “پاکستاني ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې د سپین بولدک او ښورواک ولسوالیو تر منځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو کار پیل کړو چې سرحدي ځواکونو لګول شوې پایې لیرې او د هغوی د کار مخنیوی یې وکړو”
جنرال عبدالرازق تور ولګولو چې د دوی د دغه کار په غبرګون کې وسله والو طالبانو د پاکستان په لارښوونه په سپین بولدک، معروف، ارغستان او ښوراوک کې پر سرحدي ځواکونو پراخه بریدونه وکړل ترڅو سرحدي ځواکونه بوخت وساتي او دوی په ډاډه زړه د اغزن تار غځولو کار مخ ته یوسي.
خو پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه دجنرال عبدالرازق لخوا لګول شوؤ دې تورونو ته ځواب نه دی ویلی.
هغه ویلي سرحدي ځواکونه غواړي د خپلې خاورې د دفاع په خاطر یو ځل بیا پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړولو او ازغن تار غځولو مخنیوی وکړي.
پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.
راپورونه وايي د دوؤ کالو په موده کې به پاکستان د۵۳۲ اربه ډالرو په لګښت افغانستان سره په ګډه پوله ازغن تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.
خو افغان چارواکو وخت په وخت څرګنده کړې ده چې د فرصت په ترلاسه کولو به دپاکستان لخوا په پوله لګول کیدونکي تاسیسات له مینځه وړي.
پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني او افغانستان يې په رسميت نه مني.