د پاکستان د قامي اسمبلۍ په ۱۱ او صوبايي اسمبليانو په ۲۴ چوکيو ضمني انتخابات روان دي، د رايو اچولو عمل سهار په اته بجې پېل شوی او د مازيګر پينځه بجو پورې به بې د دمې روان وي.
د الېکشن کمېشن چارواکي وايي د انتخاباتو دپاره هر ډول تيارۍ بشپړ کړی شوي او دا وخت په ټولو حلقو باندې انتخابات سم روان دي.
خو د سوات نه د ډيوه خبريال فياض ظفر وايي د سهار راهسې خلک کم ليدل کېده چې ووټ اچولو له پولينګ سټېشنو پله راروان ؤ.
دغه ډول د مردان نه د ډيوه خبريال رياض حسين وايي چې د تېرو انتخاباتو په پرتله ووټ ورکولو له د راتلونکو خلکو شمېره کمه ده.
چارواکي ادعا کوي د ټاکنو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او د پوځ او پوليس سرتيري په پولينګ سټېشنو ځای پر ځای کړی شوي دي.
د الېکشن کمېشن ترمخه د قامي اسمبلۍ په ۱۱، د خېبرپښتونخوا په نهه، د پنجاب په ۱۱، سندهـ او بلوچستان په دوه دوه چوکيو ضمني انتخابات روان دي.
په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند په هارون بلور په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان تحریک انصاف کانديد اکرام الله ګنډاپور باندې د جولايۍ د انتخاباتو په مهال ځانمرګي بريدونه شوي او د هغوی د وژنو وروسته بيا په دغه چوکيو انتخابات ځنډول شوي وو.
د بلوچستان صوبې په مستونګ کې بل کانديد سراج رئيساني هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.
د ۲۵ جولایۍ په عامو انتخاباتو د درغليو تورونه لګول شوي خو الېکشن کمېشن او د پاکستان پوځ دغه تورونه رد کړي او تېر عامو انتخاباتو ته يې د ملک د تاريخ پاک انتخابات ويلي دي.