لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضمني انتخابات: تحريک انصاف په عامو انتخاباتو کې ګټلې چوکۍ بايللې دي


د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه د اتوارپه ورځ د پاکستان د قامي او صوبايي اسمبليانو په ۳۵ چوکيو باندې په ترسره شوؤ ضمني انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) په عامو انتخاباتو کې ګټلې چوکۍ بايللې دي.

حکومتي واکمنه ګوند (پي ټي ايي) د قامي اسمبلۍ په ۱۱ چوکيو کې څلور ګټلي دي، څلور مسلم ليګ ن، دوه مسلم ليګ ق او يوه چوکۍ متحده مجلس عمل ګټلې ده.

عمران خان په عامو انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د بنو او لاهور چوکۍ ګټلې وې خو پرون په ضمني انتخاباتو کې د پي ټي ايي کانديدانو دغه چوکۍ بايللې دي.

په ضمني انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا په نهه چوکيو کې پي ټي ايي شپږ، عوامي نيشنل ګوند دوه او مسلم ليګ ن يوه چوکۍ ګټلې ده.

پېښور کې په پي کي ۷۸ باندې د عوامي نيشنل ګوند د وژل شوي د پخواني کانديد هارون بلور مېرمن ثمر هارون بلور ګټه ترلاسه کړې ده، او په ډېره اسماعيل خان کې د پي ټي ايي د وژل شوي پخواني کانديد اکرام الله ګنډاپور زوي اغاز ګنډاپور ګټلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي ايي کانديدان د صوابۍ په حلقه باندې د قامي اسمبلۍ د سپيکر اسد قېصر ورور او د نوښار نه په دوه حلقو د دفاع وزير پروېز خټک زوی او ورور ولاړ ؤ، دغو درې واړو خپلو چوکۍ ګټلي دي.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی محمود خان په پلارنۍ سيمه کې پي ټي ايي د صوبايي اسمبلۍ دواړه چوکۍ بايللي دي، يوه چوکۍ عوامي نيشنل ګوند او بله مسلم ليګ نه ګټلې ده.

د راپورونو ترمخه پنجاب صوبه کې د صوبايي اسبملۍ په ۱۱ چوکيو کې څلور پاکستان مسلم ليګ ن، څلور پي ټي ايي او دوه ازادو کانديدانو ګټلي دي.

د سندهـ دواړه صوبايي چوکۍ پاکستان پيپلزپارټۍ ګټلي دي.

د غېر سرکاري نتيجو ترمخه د بلوچستان په دوه صوبايي چوکيو کې يوه د بلوچستان نيشنل ګوند او بله د مخکني وژل شوي کانديد سراج رئيساني ورور پخواني اعلا وزير نواب اسلم رئيساني ګټلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG