لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې د ويجاړو کورونو د سروی بيا پرځای کېدو غوښتنه شوې


د جنوبي وزيرستان مشرانو د يوې جرګې د لارې غوښتنه کړې چې په سيمه کې د ويجاړو شوؤ کورونو د تېر کال ودرول شوې سروی دې بيرته په ځای کړی شي.

په جنوبي وزيرستان کې د بدامنۍ او پوځي عملياتو له امله د ورانو شوؤ کورونو سروی پېل کړی شوې او تېر کال بيا په څلورم پړاؤ کې دا سروی ودورل شوې وه.

په قبايلي سيمه کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (اېف ډي اېم ای) د شمېرو ترمخه په سیمه کې په ترسره شوې سروی کې مالومه شوې وه چې يواځې په جنوبي وزیرستان کې نزدې ۵۰زره کورونه بيخي ويجاړ شوي او ځينې پکې نيم وران شوي دي.

د انتظامي چارواکو په وېنا په دغه شمېره کې نزدې د ۲۸ زره کورنیو پخلی شوی او اغېزمنو کورنیو ته يې مالي مرستې ورکړی شوي او ځينو ته ورکړی کيږي.

د روان کال په سر کې د ډېره اسماعيل خان ډويژن د کمشنر د دفتر څخه په جاري شوې يوه اعلاميه کې د جنوبي وزيرستان د ويجاړو کورنو سروی ځنډول شوې او ويل شوي ؤ چې په سروی کې د ورانو شوؤ څخه زیات کورونه شمار کړی شوي دي.

خو د جنوبي وزيرستان د محسود قبيلې مشرانو يوه جرګه کړې او ويلي يې دي چې دغه سروی دې بيرته په ځای کړی شي ځکه چې د سيمې خلک د ترهګرۍ او پوځي عملياتو څخه سخت اغېزمن شوي دي.

د جرګې يو غړي عبدالله وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، په دنيا کې چرته هم داسې ظلم نه دی شوی څومره چې په جنوبي وزيرستان کې شوی دی.

هغه وويل لس کاله د سيمې خلکو د کډوالۍ ژوند تېر کړو او چې بيرته خپلو علاقو ته ستانه شو د کورونو واړه نقشې يې بدلې شوې او هيڅ څيز موجود نه وو.

هغه زياته کړه دغه کورونه چې په کروړونو روپۍ بيرته نه جوړېدل هغه په خپل ځای خو کومې لږ ډېرې روپۍ چې حکومت ورکولې د هغې لار يې هم بنده کړې ده.

نوموړي وويل حکومت دې نور دغه جنګ ځپلې خلک نه ځوروي او نه دې په احتجاجونو مجبوروي.

د جرګې يو بل غړي شېرپاؤ اېډوکېټ وويل، که د دوی دا غوښتنه ونه منل شوه چې په سيمه کې بيرته سروی په ځای کړی شي نو دوی په اسلام اباد او بني ګاله کې احتجاج کوي.

د پاکستان حکومت د يو پوره وران شوي کور دپاره څلور لاکه روپۍ او د نيم وران دپاره يو لاک شپېته زره روپۍ مالي مرستې ورکوي.

د جنوبي وزيرستان څخه په کال ۲۰۰۹م کې د بدامنۍ او پوځي عملياتو له امله د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې.

اېف ډي اېم ای ادعا کوي د جنوبي وزيرستان نه کډوال شوي ټول خلک بيرته ستانه کړی شوي او دا عمل تېر کال سرته رسېدلی دی.

د سیمې خلک وايي په علاقه کې اوس هم د امنيت خطرې موجودې دي خو ډېر خلک هلته د ژوند تېرولو دپاره کورونه نه لري، باید د دوی د سر د سيوري او بنيادي اسانتياؤ غور وشي.

د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر دلنواز وزير ويلي په سیمه کې د ورانو کورنو سروی ودرول شوې نه ده بلکې د کمېټۍ په وړاندې به دا مسله ږدي او د حکومت د پرېکړې سره به دا مخ په وړاندې بوځي.

هغه ويلي سروی ودرول شوې نه ده سمه سروی به په خپل ځای وي يواځې غلطه سروی به ودرول شي او نوره به په خپله طريقه مخ په وړاندې بوتلی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG