لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مهم خبرونه


ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزیر جنرال جېمز ماټېس
ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزیر جنرال جېمز ماټېس

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، کیدای شي د دفاع وزیر جېم ماټېس بل لوړ پوړی حکومتي چارواکی وي چې خپله دنده پرېږدي.

ټرمپ له سي بي اس سره په یوې مرکه کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، داسې نښې نه ویني چې ماټېس دې خپله دنده پرېږدي خو زیاتوي کیدای شي هغه ورڅخه ولاړ شي.

ټرمپ وړاندې په مرکه کې وویل، که غواړئ سم پوه شئ نو ماټېس د ډیموکراټانو په څېر دی.

ماټېس چې د امریکا د پوځ مشري کوي په ګڼو مسلو کې د ټرمپ او د ټرمپ د ادارې د چارواکو له دریځ څخه بېل دریځ لري.

-----------

د سوریې او اردن ترمنځ مهمه پوله له دریو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره نن د ګل یا دوشنبې په ورځ پرانستل شوه.

د نصیب په نامه د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه پوله په سیمه کې د ځمکنۍ سوداګرۍ لپاره ډېره مهمه ده.

د بشار الاسد مخالفو یاغیانو دغه پوله په ۲۰۱۵ کال کې نیولې وه خو حکومتي ځواکونو یاده سیمه په جولای کې بېرته ونیوله.

دې ته ورته د سوریې او د اسرایلو تر ولکې لاندې د جولان د غونډیو ترمنځ بله پوله هم نن د ګل یا دوشنبې په ورځ پرانېستل شوه.

د کنېټرا په نامه دغه پوله د تېرو څلورو کلونو راهیسې تړل شوې وه.

د دغو دواړو پولو پرانېستل د بشار الاسد د حکومت لخوا یو مثبت ګام ګڼل کیږي.

--------

په امریکا کې د چین سفیر وايي، د پیکنګ پرضد د ټرمپ د ادارې لخوا په ټاکنو کې د لاسوهنې په ګډون زیاتره لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.

کو تیانکې د اتوار یا یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل، د چین د بهرني سیاست له بنسټیزو اصولو څخه یو دا هم دی چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ده وړاندې وویل، مونږ په دې دریځ باندې کلک ولاړ یو او په دې برخه کې ښه ریکارډ لرو.

سپینې ماڼۍ له کومو دلایلو پرته په چین باندې دا تور پورې کړی چې هڅه کوي د راتلونکې میاشتې په ټاکنو کې رایه ورکونکي له جمهوري غوښتونکو څخه واړوي.

---------

د فرانسې چارواکي وایي، تازه سیلابونو په دغه هېواد کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه کړي دي.

الېن تریون وايي، د څو میاشتو بارانونو اوبه په څو ساعتونو کې راپورته شوې چې له امله یې ځینې خلک د خپلو کورونو بامونو ته وختل تر هغو چې بیا د هیلې کوپټرو لخوا وژغورل شول.

هغه زیاته کړه خرابې هوا د دوی د ژغورلو کارونه له خنډونو سره مخ کړي دي.

د فرانسې خبري رسنۍ وايي، د اډي په سیند کې د اوبو اندازه دومره زیاته شوې چې په تېرو سلو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

----------------

د پاکستان ولسمشر عارف علوي وایي، د هندوستان لخوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هلو ځلو په جنوبي اسیا کې سټراټیژیکي ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي، په اسلام اباد کې د اټومي وسلو د نه خپراوي په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، ځینې هېوادونه هندوستان ته د اټومي ټکنالوژي پرمختللې وسلې ورکوي چې له امله یې د اټومي وسلو د مخنیوي هڅې ټکنۍ کېږي.

ده په ښکاره د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو اشاره یې امریکا ته وه چې په دې وروستیو کې یې له هندوستان سره یو اټومي تړون لاسلیک کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG