لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين، پاکستان ته د ايي اېم اېف د قرضې په تړاؤ خبرداری ورکړی


چين د پاکستان خواست تاييد کړی کوم چې پاکستان نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته د قرضې دپاره ورکړی خو ورسره يې دا خبرداری هم ورکړی چې دا به د پاکستان او بيجنګ ترمنځ اقتصادي مرستې نه اغېزمنوي.

چين دا خبره په داسې حال کې کړې چې د ايي اېم اېف مشرې کرسټين ليګارډې د تېر زیارت، پنجشنبې په ورځ په ټویټر ويلي، د پاکستان د خزانې يا ماليې وزیر اسد عمر او د هغه د پلاوي سره يې ليدلي او ورته يې د مالي ننګونو د حل دپاره د مالي مرستو خواست کړی دی.

هغې ويلي ؤ د ايي اېم اېف ډله به په راتلونکو څو اوونيو کې د اسلام اباد سفر وکړي او د ايي اېم اېف په ممکنه مرستو به ورسره خبرې وکړي.

ايي اېم اېف ته د قرض په خواست امریکا په خپل غبرګون کې ويلي ؤ د پاکستان د معاشي حالاتو خرابېدو يا دې ځای ته د رارسېدو علت د چين قرضونه دي.

د اقتصادي او چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کار پوهه ډاکټر مراد علي وايي، څنګه چې امریکا وايي چې د پاکستان په موجوده اقتصادي حالاتو کې د سي پېک رول زيات دی.

هغه وويل دا تاثر هم عام دی او خلک پوښتنه کوي چې د سي پېک تړون په کومو شرطونو شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر مراد وويل، "په دې تړون کې تراوسه پورې هم ابهام موجود دی، او نړيوال هم وايي چې په سي پېک کې پاکوالی پکار دی او شرایط يې څه دي؟، حکومت تېر کال يواځې د سي پېک يو پلان ښکار کړی د هغې نه علاوه نور هیڅ نه دي ښکاره کړی شوي".

نوموړي زياته کړه "بايد د پاکستان حکومت اولس ته هر څه په ډاګه کړي، پاکستاني مشران د چين سره د دوستۍ مثالونه ورکوي، د ریاستونو ځینې معاهدې پټې ساتل کيږي خو پکار ده چې اولس د سي پېک نه خبر کړي ځکه چې په قوم او هر وګړي باندې د دې اثرات دي".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي پاکستان دا وخت د خپل تاريخ تر ټولو سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او په سمدستي ډول ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

چين دا تاثر رد کړی چې ګنې د پاکستان معيشیت د سي پېک د قرضونو ترلاسه کولو له سوبه د بدحالۍ ښکار شوی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هېدر نوئرټ ویلي، دوي (امریکا) خبر ده چې پاکستان په رسمي ډول ايي اېم اېف ته د مرستې دپاره خواست کړی او دوی د هرې زاویې نه د هغې د نزدې نه ارزونه کوي او ورسره ګوري چې په پاکستان څومره قرضونه دي.

هغې زياته کړې چې د پاکستان د چارواکو په نظر د چين نه قرض اخيستل به ورته ګران نه پريوځي او ځان به د دې نه خلاص کړي خو دا اوس د پاکستان دپاره نوره ګرانيږي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جولایۍ په وروستيو کې نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته خبرداری ورکړی ؤ چې د چين قرضداري د پاکستان نوي حکومت ته قرض نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG