لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوږې سره مخ ۱۱۹ هېوادونو کې پاکستان په ۱۳م او افغانستان په ۸م ځای دی


د لوږې د نړیوالې کچې په نوملړ یا ګلوبل هنګر انډکس کې پاکستان د ۱۱۹ هیوادونو په لړ کې په ۱۰۶ او افغانستان په ۱۱۱ نمبر دی.

د لوږې په نړیواله ورځ نوې شمېرې ښيي، چې د خوړو له کمي سره مخ هیوادونو کې جګړه ځپلی افغانستان په اتم او ګاونډی اټومي وسلې لرونکی هیواد پاکستان په دیارلسم ځای ولاړ دی.

د راپورونو له مخې، دا مهال په نړۍ کې ۸۲۱ میلیونه خلک له کافي خوړو څخه بې برخې دي. د دغو شمېرو له مخې په ۹ کسانو کې یو تن د خوړو له سخت کمي سره مخ دی.

په نوموړو هیوادونو کې د لوږې تر ټولو لوی علتونه د اوبو کمښت یا وچکالي او ناامني ښيي.


په پاکستان کې ۳۲.۶٪ او افغانستان ۳۴.۳٪ نفوس د خوراک له سخت کمي سره مخامخ دي چې تر ټولو زیات اغېز یې پر ماشومانو او میرمنو کړی.

د نړۍ په کچه تر ټولو د لوږې لوړې کچې هیواد مرکزي افریقا ده.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره سبینه بلوڅ ډیوه ته وویل چې ۵۲ فیصده ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۴۰٪ نور ماشومان د خوراک له کمي سره مخ دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په تیرو دریو کلونو کې د هغو افغانانو شمېر چې له لوږې سره مخ دي، له ۹ میلیونو څخه ۱۳ میلیونو ته زیات شوی.

هغه زیاته کړه چې طبیعي پېښې، بې‌ ځایه کېدل، د کډوالو ستنېدل او وچکالۍ په افغانستان کې د خوړو پر خوندیتوب او تغذیې منفي اغیز کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې د لوږې د مخنیوي لپاره خلکو ته پکار ده چې له خپلو ټولنو سره مرسته وکړي، که هغه انفرادي وي او که د سازمانونو او کاروبارونو له خوا وي.

دویم دا چې د لوږې په اړوند په خلکو کې بیداري را پیدا کړئ هغه داسې چې هر تن دي خپلو ملګرو، همکارانو، همصنیانو او په ټولنه کې پر کم خوراکۍ خبرې او بحثونه وکړي، چې د خلکو پام دې موضوع ته را واوړي او درییمه مهمه لاره دا چې خلک دې خواړه نه ضایع کوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG