لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماشومه زینب جنسي تیري اؤ دهغې وژنه کې ککړ عمران په دار وخېژول شو


دپنجاب قصور سیمه کې په اووه کلنه ماشومه زینب جنسي تیري اؤ دهغې وژنه کې ککړ مجرم عمران د چهارشنبې په سحر دلاهور په کوټ لکهپت زندان کې په دار وخیژول شوی.

د ماشومې زینب پلار محمد امین انصاري ویلي دعمران په دار د خیژولو سره د انصاف تقاضې ترسره شوي خو که چرې هغه د ټولو خلکو مخکې تیزندي کړل شوی وی نو د نورو خلکو دپاره هم دا یو عبرت جوړ شوی ؤ.

دلاهور د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې دشپږو تورونو په اساس مجرم عمران ته د۲۱ ځله تیزندي کولو،عمري بند اؤ‌ بیلابیلو جرمانو سزاګانې اورولې وې.

د روان کال په پیل کې دپنجاب قصور سیمې څخه اووه کلنه ماشومه زینب تښتول شوې وه چې په نهمه جنورۍ دهغې مړی په یو ډير موندل شوی ؤ.

په ماشومه زینب دجنسي تیري اؤ دهغې د وژنې په ضد ګرد هیواد کې سخت احتجاجونه شوي وؤ .

په ۲۳مه جنورۍ دپنجاب پولیسو مجرم عمران نیولی ؤ اؤ دپلټنو نه ثابته شوې وه چې هغه په اتوؤ نورو ماشومانو جینکو د جنسي تیري نه وروسته هغوي هم وژلې وې.

دعمران د تیزندي کیدلو وروسته دماشومې زینب پلار امین انصاري ویلي “مونږ غوښتنه کړې وه چې مجرم دې سرعام دار ته وخیژول شي خو دا غوښتنه مو ونه منل شوه، وزیراعظم عمران خان د مدینې دریاست دعوه کړې وه اؤ ددغه ریاست تصور ته نن دعمل دجامې اغوستو ښه وخت و خو داسې ونکړل شول”

سرچینې وایي دماشومې زینب ترڅنګ په یو شمیر نورو وړو جینکو جنسي تیري اؤ بیا دهغوئ وژنه کې د ککړ عمران مړی له تیزندۍ وروسته دهغوئ کورنۍ ته سپارل شوی دی چې دښخولو دپاره قصور ته روان کړل شوی.

پاکستان کې په ماشومانو دجنسي زیاتیو کچه داندیښنو تر بریده لوړه شوې ده اؤ په زینب د جنسي تیري اؤ دهغې د وژنې وروسته په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې داسې نورې پېښې هم رامینځته شوي چې پکې په ماشومانو جینکو دجنسي تیري وروسته هغوئ وژلې شوې دي.

تیرکال قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی

دماشومانو اؤ‌بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي چې دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته هیڅ روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه باید د جنسي تیریو نه ځان خوندي وساتي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG