لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داپوزیشن بندي مشر شهباز شریف پارلیمان ته خپله وینا کې څه ویلي؟


دغبن په تورونو کې بندي دپاکستان په قامي اسمبلۍ دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف ویلي پارلیمان ته به پرېکړه کول وي چې هیواد کې دې قانون سرلوړی وي که نه دځنګل قانون دې پکې پځایې وي.

شهباز شریف تور لګولی چې حکومت اؤ داحتساب ادارې خپلو کې ساز باز کړی اؤ دمسلم لیګ مشران بې ګناه بې خطا زندانونو ته اچوي.

شهباز شریف چې دامهال دغبن په تورونو د هیواد داحتساب ملي ادارې نیولی دقامي اسمبلۍ د اسپیکر دځانګړي امر په اساس د چهارشنبې په ورځ دنیب لخوا دقامي اسمبلۍ غونډه کې ګډون ته ورپرېښودل شوی.

اسمبلۍ ته خپله وینا کې دمخالفو ډلو مشر ویلي” دا دتاریخ جبر دی یا هم تاریخ لیکل کیږي چې دمخالفو ډلو منتخب مشر له کوم جرم پرته نیول شوی دی”

هغه خپله وینا کې په حکومت سخت ټکونه وکړل چې نیب سره یې ساز باز کړی اؤ دهغه په ګډون یې دمسلم لیګ په نورو مشرانو دترهګرۍ مقدمې جوړې کړي دي.

هغه وویل شیخ رشید د وړاندې څخه ویلي وؤ چې شهباز شریف به زندان ته اچول کیږي،دا خبره خو به هغه هسې نه وه کړې.

هغه وویل د نوازشریف په ضد د غبن هیڅ مقدمه نه شته خو هغه بیا هم د خپلې لور اؤ لور یې دهغه د سترګو وړاندې ونیول شوه چې داسې به له دې وړاندې کله هم نه وي شوي.

هغه د قامي اسمبلۍ اسپیکر نه خپله وینا کې وغوښتل چې دپارلیمان د عزت دپاره دې ګامونه واخلي.

په دغه موقعه شهباز شریف په ځان لګول شوي ټول دغبن تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې نیب هغه نه پلټنو کې پوښتنې کوي چې ته اؤ اولادونه دي چین اؤ ترکي کې پنګې لرئ

دشهباز شریف په وینا” زه ورته ویم چې که تاسو ثبوتونه لرئ نو مخې ته یې راوړئ ،دنیب دی که د بلیک میلنګ ملي څانګه؟ پنجاب ته مې خپلې وینې اؤ خولې ورکړي دي ،۱۸ ،۱۸ ساعته مې کار کړی دی”

هغه وویل عمران خان په غلا کړل شوؤ رائیو وزیراعظم جوړ شوی اؤ‌ ضمني یا سر دوباره ووټونو کې چې دعمران خان ګوند کومې چوکۍ پریېښې وې هغه مسلم لیګ نواز ډلې ګټلي دي،

تر دې وړاندې چې کله شهباز شریف قامي اسمبلۍ ته راوستل شو نو د مسلم لیګ نواز ګوند اؤ نورو مخالفو ډلو غړو د هغه تود هرکلی وکړو.

د پخواني وزیراعظم میانوازشریف په کشر رور شهباز شریف تور دی چې کله دپنجاب صوبې وزیراعلی ؤ نو د پاکو اوبو په یوه پروژه کې یې داربونو روپو غبن کړی دی اؤ په دغه تور هغه په پینځم اکتوبر داحتساب محکمې لخوا نیول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG