لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې انتخابات: د چمن او تورخم لارې تړل شوي


په داسې حال کې چې سبا د خالي، يکشنبې په ورځ (۲۰م اکتوبر) په افغانستان کې انتخابات ټاکل شوي په دغه مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن غټې لارې تړل شوي دي.

د ډیوه خبريال ابراهيم شينواري وايي د تورخم په پوله افغان او پاکستاني چارواکو په ګډه پرېکړه کړې چې نن د جمعې، سبا د خالي او بله د اتوار، يکشنبې په ورځ به د تورخم پوله تړلې پرته وي.

چارواکو ويلي په دغو ورځو کې به يواځې سختو ناروغانو ته په پوله د اوړېدو راوړېدو اجازه وي له دغې پرته به هر ډول تګ راتګ بند وي.

د چمن څخه د ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي د چمن پوله د دوه ورځو دپاره تړل شوې ده، نن د جمعې او سبا د خالي، شنبې په ورځ به پوله تړلي وي او نن د سهاره په پوله هر ډول تګ راتګ بند دی.

افغانستان کې د انتخاباتو په مهال د تورخم او چمن پولې په داسې حال کې تړل شوي چې پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د کندهار د ګورنر په دفتر کې يو ترهګر بريد شوی دی.

په دغه بريد کې د کندهار د صوبې د پولیسو مشر جنرل عبدالرازق، د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېن خېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د کندهار د برید تور پر پاکستان لګولی، خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د دې هېواد د پوځ مشر دغه برید په کلکه غندلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG