لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان این ایف سي ایوارډ کې فاټا ته دخپلې برخې ورکولو ژمنه کړې


دپاکستان حکومت په پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دننه داصلاحاتو زر ترزره پځائ کولو ژمنه کړې اؤ وزیراعظم عمران خان د خزانې وزیر ته امر کړی چې دملکي ګټو یا این ایف سي ایوارډ د درې فیصده برخې فاټا ته ورکولو دپاره ګامونه واخلي.

دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو پر مهال حکومت ژمنه کړې وه چې قبائیلي سیمو ته به د کلیزو پرمختیایي پنګو ترڅنګ داین ایف سي ایوارډ‌ ترمخه ۱۰۰بلینه روپۍ هم ورکړل کیږي خو دقبائیلي ضعلو نه دپارلیمان غړي نیوکه کوي چې هغوئ ته تر اوسه کلیزې پرمختیايي پنګې هم نه دي ورکړل شوي.

دپاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د زیارت په ورځ دمرکزي کابینې غونډه کې قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو د پځائ کولو بشپړه ارزونه شوې اؤ حکومت په دې خبره صلاح شوی دی چې ددغو سیمو وګړو ته به دهیواد د نورو برخو د وګړو په څېر د پرمختیا موقعې برابرولی شي.

فواد چوهدري وویل ځېنې خلک داسې هیله کوي چې صوبه کې دفاټا د ورګډؤلو ټولې چارې په یوه ورځ سرته ورسیږي خو ځېنې نور بیا غواړي چې په دې کار دې کلونه ولګي.

داطلاعاتو وزیر وویل موجوده حکومت ډير په چټکتیا سره صوبه کې د قبائیلي سیمو په بشپړ ډول د ورګډؤلو په لوري ګامونه اخلي.

هغه وویل فاټا سیکرټریټ ختم کړل شوی اؤ دقبائیلي سیمو ټولې چارې د وزیراعلی سیکرټریټ په لاس کې ورکړل شوی.

دقبائیلي ضلعې خیبر نه د قامي اسمبلۍ منختب غړی ښاغلی اقبال اپریدی وایي وزیراعظم عمران خان دفاټا پارلیماني غړو سره په ۵۵ ورځو کې پینځه لیدنې کړي اؤ هر ځل یې دهغوئ نه نظر غوښتلی چې دفاټا د بدو ورځو ختمولو دپاره باید حکومت څه وکړي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې اقبال اپریدي وویل وزیراعظم عمران خان ورته کلک باور ورکړی چې این ایف سي ایوارډ کې به قبائیلي سیمو ته درې فېصده برخه ضرور ورکړل کیږي.

دپارلیمان دغه غړی تر دې مهاله د فاټا پارلیماني غړو ته کلیزې پنګې نه دي ورکړل شوي چې ددې امله هغوئ پخپلو حلقو کې ترقیاتي کارونه نه شي جوګه کولی خو د انتظامیې چارو په ترسره کیدلو به دا ستونزه ډیره زر هواره شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG