لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايټم بم او اېف ـ ۱۶ تش د نندارې دپاره دي، نهال هاشمي


د پاکستان مسلم ليګ ن ډلې پخواني سېنېټر نهال هاشمي د پاکستان په پوځ سختې نیوکې کړي او ويلي يې دي "اته لاکه پوځ يوه انچه ځمکه نه ده ترلاسه کړې او نه يې کولی شي".

هاشمي په کراچۍ کې يوې دستورې په وېنا کې ویلي، "اته لاکه پوځ يوه انچه ځمکه نه ده ترلاسه کړې خو په سياسي مبارزه قايداعظم محمدعلي جناح پاکستان جوړ کړی دی".

هغه ويلي "ايټم بم او اېف ـ ۱۶ تش د نندارو دپاره دي کارولی یې نه شي".

د نهال هاشمي د بيان په غبرګون کې په سوشل میډيا تور بحث روان دی.

د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي او د پارلیماني چارو وزير علي محمد خان په ټويټر ويلي،

"د ډان ليکس وروسته د مسلم ليګ ن د حکومت د نوازشریف د ممبۍ بريدونو او تازه د نهال هاشمي بيان د شرم وړ دی، غېرزمه واری، د هغه پرضد دې قانوني کارروايي وشي".

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د ټيلي ويژن چېنلو د څار ادارې پېمرا د نهال هاشمي په وېنا په ټي وي چېنلو چلولو خبرتيا يا نوټس اخيستی دی.

نهال هاشمي د تېر کال مې په مياشت کې په يوه وينا کې ګواښ کړی ؤ چې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشریف نه په حساب غوښتونکو به ځمکه تنګه کړو.

هاشمي د چا د نوم اخستو پرته ويلي ؤ "چې څوک حساب غواړي ودې غواړي خو وادې وري چي مونږ يې نه پرېږدو نن په چوکۍ ناست دي سبا به ريتائرډ شي مونږ به ستاسو په بچو او کورنو باندې د پاکستان خاوره تنګه کړو".

وروستو مسلم ليګ ن د هاشمي د ګوند غړیتوب معطل کړی او د هغه نه يې د سېنېټرۍ څخه استعفی هم غوښتې وه.

خو د سترې محکمې مشر قاضي جسټس ميا ثاقب نثار د هاشمي په وېنا خپل ځاني نوټس اخستی او د قاضيانو درې کسيزه بنچ يې پرې جوړ کړی شوی ؤ.

نهال هاشمي غېر مشروطه بخښنه هم غوښتې وه خو عدالت نه وه منلې او د روان کال فرورۍ په مياشت کې يې د يوې میاشتې دپاره زندان ته لېږلی، ۵۰زره روپۍ جرمانه پرې لګولې او د پينځه ؤ کالو دپاره يې د کومې عوامي چوکۍ ساتلو څخه نااهله کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG