لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار برید: پاکستان د افغانستان تورونه رد کړه


پاکستان د کندهار د بريد په اړوند د افغانستان تورونه رد کړه. افغان ولسمشر اشرف غني پرون ويلي ؤ د کندهار بريد په پاکستان کې جوړ شوی او له پاکستانه يې غوښتي ؤ چې مجرمان دې ورته د محاکمه کېدو دپاره ور وسپاري.

په کندهار کې يوه اوونۍ وړاندې د دغه صوبې د پوليس مشر عبدالراق، د کندهار د ملي امنیت عبدالمومن په ګډون د کندهار د ځايي ادارې یوشمېر نور افغان مشران وژل شوي او ورسره د ولايت د والي زلمی ویسا او د ناټو ځواکونود یوتن جنرل او د هغه یوبل ساتونکی ټپیان شوي وو.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر ویاند محمد فېصل نن د شورو، چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وويل، د دغه بريد په اړوند د پاکستان سره کوم شواهد يا استخباراتي مالومات نه دي شريک کړی شوی او بايد د میډيا په ځای دغه خبره د دواړو هېوادونو جوړ کاري پلان د لارې شريکه کړی شوی وی.

​د افغانستان ولسمشرغني اشرف غني پرون په کندهار کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې وویل،

"پاکستان ته وایم چې توطیه په پاکستان کې شوې، مجرمان راکړئ چې مونږ یې محاکمه کړو، هر رنګه بین المللي هئیت چې منئ را دې شي چې څیړنه وکړي چې مونږ په حقه یو یا نور په حق دي".

هغه وویل " لومړی نړیوالو ترهګرو ته، د افغانستان مقدسه خاوره به مو ګورشي نه کور، که تاسي فکرکوئ چې رازق مړ دی، په ملیونو افغانان نن رازق دي او تاسې به ورڅخه ارام ونه کړئ".

اشرف غني زياته کړه چې د جنرل رارق او د هغه د ملګرو غچ به له خپلو دښمنانو اخلي.

د ګل، دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي د پاکستان د نوم اخیستو پرته ويلي د کندهار بريد "د افغانستان دښمنانو د سرحد د هاغه خوا نه پلان کړی اوکوم تن چې دا کار کړی هغه ته د سرحد له هاغه خوا نه په ټيليفون هدايات ورکړی شوي وو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG