لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ملا برادر خوشی کړی دی


پاکستان د طالبانو جوړؤنکي او ملا عمر نايب ملا عبدالغني برادر خوشی کړی دی. د ملا برادر په نوم ياد د افغان طالبانو مشر په کال ۲۰۱۰م کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نيول شوی ؤ.

ملا برادر په کراچۍ کې امريکايي او پاکستاني استخباراتي امنيتي سرتېرو په ګډو عملياتو کې نيولی او په پاکستان کې بندي وو.

طالبانو د ملا برادر د خوشي کېدو پخلی کړی

د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپوټ ترمخه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې په ورځ وي او ای ته پخلی کړی چې ملا برادر خوشی کړی شوی او د خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

طالب وياند د ملا برادر د خوشي کېدو او د اوسېدو د ځای په اړه نور څه نه دي ويلي او نه پاکستاني چارواکو د طالب وياند د ادعا په اړه څه ويلي دي.

خو داسې ويل کيږي چې ملا برادر په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر په رول خوشی شوی دی.

دا کار په داسې حال کې ترسره شوی چې د جمعې په ورځ د قطر مرستيال وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير د پلاوي سره د پاکستان سفر کړی او پاکستاني چارواکو سره يې ليدلي وو.

د ملا برادر خوشي کېدل د څيړونکو په نظر

د طالبانو په وېنا ملا برادر چې اته کاله يې د پاکستان په بند کې تېر کړه اوس هم ورته طالبان د قدر په سترګه ګوري.

څيړونکي وايي، ښايي د برادر خوشي کول د امريکې او په قطر کې د طالبانو د خبرو برخه وي. په قطر کې تېره میاشت د طالبانو سره د امریکا د استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ پلاوي ليدلي وو.

پاکستان وايي په افغانستان کې د روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي او په دغه لړ کې خپل رول لوبوي او په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په سعودي عرب کې ويلي ؤ دوی هيله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې مخ په وړاندې لاړې شي.

د ملا برادر د خوشي کېدو په اړوند له دې وړاندې هم خبرونه مخې ته راغلي

پاکستان د کال ۲۰۱۰م د فرورۍ په مياشت کې ويلي ؤ ملا برادر افغانستان ته سپاري.

خو بيا په کال ۲۰۱۳م کې پاکستان ويلي ملا برادر يې خوشی کړو، خو ورسره داسې خبرونه مخې ته راغلي چې هغه په پاکستان کې خوشی کړی شوی دی.

او طالبانو بيا ويلي ؤ ملا برادر د پاکستان په زندان کې دی خوشی کړی شوی نه دی.

تېر کال د ستمبر په مياشت کې هم د پاکستان په مطبوعاتو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځه د طالبانو د بدل یا ورکړې راکړې فېصله شوې ده.

په دغو کسانو کې هم د ملا برادر د خوشي کېدو خبر ورکړی شوی ؤ چې هغه به هم خوشی کولی شي. خو له هغې وروسته هم په دغه اړوند کوم کره خبر مخې ته نه ؤ راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG