لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: زرګونه خلک د پاکستان له قونسلګرۍ بې له ویزو اخیستلو ستنېږي


د افغانستان په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته هره ورځ زرګونه کسان د ویزې اخیستو لپاره ورځي خو هره ورځ ایله اته سوه کسانو ته ویزې ورکوي، ډېر خلک دا څو اوونۍ ورځي خو تر اوسه یې ویزې نه دي تر لاسه کړې.

ورغلي خلک وايي ویزې تر ډېره په پیسو اخیستل کېږي او غریبان یې وس نه لري. بله لویه ستونځه دا ده چې د ننګرهار ولایت ته څلور ورځې او شپږو نورو ولایتونو ته په اوونۍ کې یواځې یوه ورځ ځانګړې شوې ده چې لویه ستونځه یې جوړه کړې ده.

چرګ بانګ درې نیمې بجې، پولیس، ولس او کوندغونه. د شپږو ولایتونو هغه خلک چې د پاکستان د ویزو اخیستنې لپاره راټول دي. ځينې یې دا درې اونۍ ځي راځي، خو لا یې ویزې وانه خیستې.

رحمت الله یو ویزه اخیستونکی دی، هغه وایي حالت ورځ تر بلې بدتېرېږي ځکه چې وایي ولاړ خلک زرګونه دي او ویزې سلګونه دي، په دې ګڼه ګوڼه کې ګڼ شمېر سپین ږیري تر پښو لاندې شول.

شاهد الله د کونړ ولایت اوسېدونکی وایي، ان په تذکرو کې د راړول شویو دغو ناروغانو پوښتنه هم په اسانۍ نه کېږي.

مولوی شمس الحق یو بل ویزه اخستونکی وایي، د زړه ناروغي لري او دا یې درېیمه اوونۍ ده، ژاړي او ویزه نه ورکول کېږي، هغوی ته شته دی چې له سلو تر دوه سوه ډالر ورکړي.

نن ورځ په قونسلګرۍ کې دوه غرفې فعالې دي، یوه د نارینوو او بله د مېرمنو لپاره.

په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د ویزو په ورکړه کې د شته ستونځو په اړه نه غږېږي.

د ننګرهار والي د قونسلګرۍ په اړه ونه غږېد خو ویاند یې وايي د قونسلګرۍ مسئولینو کړې ژمنه پوره نه کړه. عطاء الله خوږیاڼی د ننګرهار د والي ویاند وایي، قونسلګرۍ ژمنه کړې وه چې د ویزو د ورکړې پروسه به خصوصي سکټور ته وسپاري، خو تر اوسه یې دغه وعده نه ده پوره کړې.

ولایت مقام وايي ولایتونو ته د ورځو د وېش په اړه به بیا ځلې اروزنه وکړي.

داګست په ۳۰مه نېټه په جلال اباد کې پاکستان خپله قونسلګري په دې تور تړلې وه چې وایي د ننګرهار ځایي چارواکي د قونسلګرۍ د امنیت په چارو کې مداخله کوي. تر ۳۸ ورځو تړل کېدو وروسته قونسلګري د اکتوبر په ۱۰مه بیرته پرانیستل شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG