لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه: انتظاميې د غونډو نه کولو دپاره ۱۴۴ ماده ولګوله


په داسې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په بنو کې په ۲۸م اکتوبر (د اتوار، يکشنبې) په ورځ د اولسي غونډې کولو اعلان کړی نن د بنو مرستيال کمشنر په ضلع کې ۱۴۴ماده په ځای کړې ده.

د بنو مرستیال کمشنر محمد علي اصغر د ۳۰ ورځو دپاره ۱۴۴ دفعه په ځای کړې چې پکې بې د پوليس او ضلعي انتظاميې د اجازت پرته په جلسې جلوس بندېز لګول شوی دی.

مرستيال کمشنر ويلي دغه ګام يې د امنیتي ګواښونو له کبله پورته کړی او که څوک د ۱۴۴مادې سرغړونه کوي پرضد به يې قانون په عمل کې راوستلی شي.

د پي ټي اېم د بنو مشر حنیف وزير وايي، دوی يوه اوونۍ وړاندې ضلعي انتظاميې ته د جلسې دپاره د اجازت نامې او امنيت ترڅنګ د نورو اقداماتو خواست کړی خو دوي ته په ليکلي بڼه اجازت نه دی ورکړی شوی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په بنو سپورټس کمپليکس کې له دې وړاندې عمران خان او جمعيت علما اسلام ډلې جلسې کړي او انتظامیې ورته ويلي چې هغو ته هم په ليکلې بڼه اجازت نه ؤ ورکړی شوی.

هغه زیاته کړه انتظاميې ورته ويلي ؤ چې په ليکلې بڼه اجازت ته اړتيا نشته او داسې اجازه ورته ورکړی شوې وه.

هغه وويل د ۱۴۴ مادې باوجود به دوی په خپله جلسه کوي او دوی غېر قانوني کار نه کړی دی او نه یې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په ۱۴م اکتوبر په بنو کې د جلسې کولو اعلان کړی ؤ.

نوموړي دغه اعلان هغه وخت کړی ؤ چې کله د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ، د پښتون ژغورنې غورځنګ نه ورته مسله نشته خو د تګلارې او پېغام سره يې اختلاف لري او پي ټي اېم د پاکستانيانو د بې لارې کولو هڅه کوي.

هغه ويلي ؤ، "دوی په دې پوهه دي چې منظور پشتين هیڅ قوت نه لري چې لویې غونډې راجوړې کړي، خو دوی په دې هم خبر دي چې د دغو مظاهرو يا غونډو په شا څوک دي او مالي سرچينې يې کومې دي".

منظور پشتين بيا ويلي ؤ دوی به د بنو په جلسه کې دا ښکاره کوي چې پي ټي اېم څومره خلک رايوځای کولی شي.

د پي ټي اېم فعاله ثنا اعجاز وايي دوی ته په بنو کې هم د اولسي غونډې په وړاندې هغه خنډان جوړولی شي کوم چې د ملک په نورو برخو کې دوي ته له دې مخکې د جلسو په مهال جوړ کړی شوي وو.

هغې وويل چرته چې جلسه کيږي د بنو په سپورټس کمپليکس کې، هلته درې ورځې وړاندې اوبه پرېښودی شوي دي او دوی چې چرته هم د جلسې دپاره کمپاين ته ځي هلته ورته خنډان جوړول کيږي.

ثنا زياته کړه دوی چې د جلسې د خبرتيا دپاره کالج يا پوهنتون ته د تلو هڅه کوي هلته ورته د تلو اجازه نه ورکول کيږي، خو د دې هر څه باوجود به پي ټي اېم خپله جلسه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG