لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن په اي سي اېل کې د ګلالۍ اسماعيل په نوم اندېښنه څرګنده کړې


په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د ښځو د حقونو ټولنيزې فعالې ګلالۍ اسماعيل په اي سي اېل (له هېواده د نه وتلو فهرست) کې د نوم په موجودګۍ سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو کمېشن ويلي د ګرځېدو ازادي په نړیوال توګه منل شوی اساسي حق دی.

کمېشن ويلي، ګلالۍ تور لګولی چې په اي سي اېل کې يې نوم د رياست پرضد هلو ځلو کې د ګډون په سر اچول شوی او دا د بشري حقونو د ساتونکو په ځانګړي ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ سره اړونده خلکو دپاره یو د علامت (لېبل) په توګه جوړ شوی دی.

کمېشن ويلي په پرامنه ډول د رایې سره د اختلاف په حق په پرله پسې توګه د رياست پرضد لېبل لګول نه دي پکار، په ځانګړي ډول هغه وخت چې کله هدف دردؤنکي رښتيا مخې ته راوړل وي.

اېچ ار سي پي ويلي بايد د ګلالۍ په ګرځېدو او نورو حقونو لګول شوی بندېز لرې کړی شي او په پاکستان کې د بشري حقونو د ساتونکو په کار کې د خنډانو اچولو دپاره د اي سي اېل کارولو څخه ډډه وشي.

ګلالۍ اسماعیل د بشري حقونو د کمېشن مننه کړې چې د هغې دپاره يې غږ پورته کړی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل په پاکستان کې د اوږدې مودې نه د بشري حقونو د کارمندانو دپاره لارې بندول کيږي او خنډان ورته جوړول کيږي او دغه ډول قوانين ورته جوړولی شي.

ګلالۍ اسماعيل په ۱۲م اکتوبر د لندن نه بيرته په ستنېدو د اسلام اباد په هوايي ډګر مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ای ای) کښېنولی او نزدې اته ساعته وروستو يې بيا په شخصي ضمانت خوشې کړې وه.

ګلالۍ یوه له هغو ۱۹ کسانو ده چې د اګست پر ۱۲مه یې په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې وينا کړې وه او پولیس ورباندې په پوځ او ریاستي ادارو د تنقید مقدمه درج کړې وه، چې له هغوی څخه ۹ تنه د صوابۍ اوسېدونکي پوليس نيولي او بيا په ضمانت خوشي کړی شوي وو.

ګلالۍ بيا په ۲۵م اکتوبر په صوابۍ کې عدالت ته وړاندې شوې او عدالت ورته د نیولو نه وړاندې ضمانت ورکړی ؤ.

ګلالۍ او ملګرو يې په ۲۰۰۲ کې د (اوېر ګلرز) باخبره جينکو په نوم يوه غېر دولتي اداره جوړه کړې او هغه وايي په کال ۲۰۰۹م کې يې بيا د مذهبي تندروۍ پرضد کار پېل کړی او په دغه لړ کې يې ګڼ شمېر ځوانانو ته د عدم تشدد فکر ورښودلې او ارزولي يې دي.

ګلالۍ اسماعيل د ښځو او بشري حقونو په مبارزه څو نړیوالې جایزې (اېوارډونه هم ګټلي دي.

هغې تېر کال د انا پوليتکوسکايا اېوارډ ګټلی، په کال ۲۰۱۵م کې يې د برطانیې اېکسیلنسي اېوارډ برای يوتهـ ډويلپمنټ، په ۲۰۱۴م کې يې انټرنيشنل هيومن رائټس اېوارډ او په کال ۲۰۱۳م کې يې د امريکې انټرنېشنل ډيموکرېسي اېوارډ هم ګټلی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG