لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانقلابي فکر څښتن اجمل خټک پښتنو دپاره څه کړي وؤ؟


ارواښاد اجمل خټک دپښتو ژبې یو ستر انقلابي شاعر ،لویې سیاستمدار اؤ ځیرک صحافي ؤ چې په ټوله نړۍ کې میشت پښتانه یې فکري لوړوالي اؤ سیاسي خدمتونو ته بې کچه درناوی لري.

اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان د خیبرپښتونخوا نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولې وې اؤ په اوومه فرورۍ کال ٢٠١٠ کې وفات شوی ؤ.
سیاسي ژوند اؤ مبارزه:

لسم جماعت يې لا پاس کړى نۀ ؤ چې سکول کې استاذ شو خو دخپل قامي فکر او روښان خيالۍ له امله دوخت دزورورې او مقتدرې طبقې دسترګو ازغى ؤ ځکه نو اخر یې داستاذۍ دملازمت څخه ګوښه کړو.
دنوکرۍ څه دګوښه کيدو وروسته ونیول شو، کور يې تالا شو او دکتابونو لائبريري يې پوليسو د ځان سره يوړه،
دستر پښتون قهرمان خان عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائي خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو.
هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې وه.

دقيدوبند پرمهال يې ډير زيات تکليفونه هم زغملي وؤ خو ولې دقيدوبند دغه دور ورته يو ګټه دا ورسوله چې دجيل دتمبو شاته يې نۀ يوازې بې کچه زړۀ پورې انقلابى شاعري تخليق کړه بلکې کله چې دجيل څخه رابهر شو نو دجيل متعلق يې دخپلو ياداښتونو يو ضخيم کتاب "دا زۀ پاګل ؤم" هم وليکلو کوم چې پښتو ټولنې افغانستان چاپ کړو اؤ پښتنو ډير زيات خوښ کړو
ارواښاد اجمل خټک ته اپريل ١٩٤٨ء کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دمسوده نګار په توګه دکار کولو بلنه ورکړى شوه.

ريډيو پاکستان دپاره اجمل صيب ٢٧ ډرامې او فيچرې ليکلي دي چې وخت په وخت نشر شوي دي.

صحافت

ښاغلي اجمل خټک ديو صحافي په توګه هم خپله ځانګړې پيژندګلو پيدا کړې وه او دصحافت له لارې يې دخپل اولس او خاورې دپاره خدمتونه ترسره کړي وؤ.
پخپل اوږد صحافتي ژوند کې ارواښاد خټک صيب دبيلابيلو ورځپاڼو، مجلو او اووۀ نيزو سره کار کړی ؤ.
په کال ١٩٤٩ء کې يې دعدل په نوم ديوې مجلې دايډيټر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې وې چې تر اوږدې مودې يې په عدل مجله کې په بیلابیلو موضوعاتو خپل قلم وخوځولو او دغه مجله يې دکاميابۍ بام ته ورسوله.
په کال ١٩٥٦ء کې دانجام مجلې ايډيټر شو او ددغلته نه يې خپلې صحافتې ذمه وارۍ مخ په وړاندې بوتللې.
همدغه شان په کال ١٩٦٤ء کې دبانګ حرم ايډيټر ټاکل شوی ؤ او په دغه ورځپاڼه کې يې داداريه نويس، خبريال او کالم نګار په توګه خدمات ترسره کول .
په بانګ حرم کې به ښاغلي خټک صيب د"کچکول" ترعنوان لاندې د"ملنګ" په فرضي نامه يو کالم ليکلو چې څه دپاسه څلورلسيزې وروستو هم ددغه کالم زړۀ پورې او پوست انداز د خلقو دذهنونو څخه نۀ دى وتلى.
همدغه شان دشهباز اخبار او پښتون مجلې له لارې هم ارواښاد خټک صيب داسې زړه پورې اؤ غوره ليکونه کړي دي چې تر پيړيو پيړيو به ياد ساتلى شي.
اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم تړاؤ لرلو او دځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ او سپورټس سره دمينې له امله يې نن هم په اکوړي کې خپلې حجرې ته مخامخ يو لويې ميدان اولسي لوبو ته وقف پریښی دی.
دښاغلى اجمل خټک شاعري په بنيادي توګه انقلابى او دژوند شاعري ده.
اجمل خټک ١٩٧٣ء کې دپاکستان څخه افغانستان ته اوښتی ؤ چې اتلس کاله يې دغلته دجلا وطنۍ ژوند تير کړو او دحالاتو په سازګاريدو بیرته پاکستان راغلى ،
دخپل اوږد، پټ پناه ژوند نه علاوه ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ وه کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کولو.

ادبي روزنه

اولسي ادبي جرګه چې دپښتو ادب د ودې دپاره دتاريخ يو اهم فورم شميرل کيږي، په دغه جرګه کې هم اجمل خټک صيب يو ځلنده کردار ترسره کړى ؤ،
دا هغه ادبي تنظيم ؤ چې په لسګونو کلونه يې د پښتو ژبې دروزنې او پالنې دپاره هلې ځلې کړي دي او نن چې په پښتو ادب کې ددوست محمد خان کامل،قلندر مومند، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، مهدي شاه باچا، لطيف وهمي غوندې درنې علمي نامې زمونږ مخې ته پرتې دي دا ټول داولسي ادبي جرګې برکت ، کمال او پيداوار دى.
ددغو ټولو شخصياتو تخليقي او تنقيدي شعور اولسي ادبې جرګې دفورم څخه ځلا موندلې وه
اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى شاعر دى چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې دي.
دپښتون قام دپاره په زياتيو قربانيو ورکولو دپاکستان او افغانستان دواړو ملکونو پښتنو، داجمل خټک سره يو شان مينه لرله اؤ د مرګ څخه وروستو یې هم ورسره لري او په خاص توګه ددواړو ملکونو ادبي حلقې خو ورسره دومره مينه کوي چې وخت په وخت يې دمختلفو ادبې تنظيمونو، جرګو او ټولنو لخوا داجمل صيب په درناوي کې لوې لوې مشاعرې او سيمينارونه راجوړ کړي وؤ او دادبى تنظيمونو لخوا ايوارډونه او انعامونه ورکړی شوي وؤ.
ښاغلي خټک صيب چې دسياسى مبارزې په لاره کې دخپل ژوند زياته برخه پټ پناه، دجيلونو شاته، په نظربندۍ او جلاوطنۍ کې تيره کړې وه خو ولې دهغې باوجود هم چې ښاغلي خټک صيب دپښتو ژبې اؤ ادب په وده کې څومره کردار لوبولى دى نو هغه ددې عظيم شخصيت په لوړ عزم او اراده دلالت کوي.
ښاغلي خټک صيب دپښتو ادب جولۍ ته خپل زيات تخليقات ورپيرزو کړي دي.
هسې خو کۀ ددۀ دټولو ليکنو او تخليقاتو ذکر کوؤ شايد چې دغه بحث پخپله يو ضخيم کتاب ته اړتيا ولري خو ولې بيا هم په کتابي شکل چې دښاغلي خټک صيب کوم تخليقات چاپ دي نو هغه په دې ډول دي.
١- پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
٢- پښتانۀ شعراء(پښتو)
٣-ژوند او فن(پښتو)
٤-دغيرت چغه(پښتو)
٥-کچکول(پښتو)
٦-باتور(پښتو)
٧-دا زۀ پاګل ووم(پښتو)
٨-دوخت چغه(پښتو)
٩-ګلونه تکلونه(پښتو)
١٠-ګل پرهر( پښتو)
١١-سرې غونچې(پښتو)
١٢-ځنډ وخنډ(پښتو)
١٣-عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
١٤-جلا وطن کى شاعري(اردو)
١٥-افغان ننګ(پښتو)
١٦-دژوند چغه(پښتو)
١٧-قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)
اؤ ددې ترڅنګ بيا دهاغو کتابونو فهرست ځانله يو بحث ته اړتيا لري کوم چې په اجمل خټک صيب ليکل شوي دي خو کۀ په لنډو ټکو کې ددغو کتابونو څخه مونږ ديو څو کتابونو نومونه يادوؤ نو هغه په دې ډول دي
١-اجمل خټک شخصيت او فن(پروفيسر افضل رضا)
٢-غنى او اجمل( دافغانستان څخه)
٣-اجمل اؤ پښتو غزل(پروفيسر افضل رضا)
٤-اجمل خټک ژونداؤ فن(مثل خان راهي)
٥-اجمل خټک دژوند په ائينه کې(مثل خان راهي)
٦-حماسه وئيونکى مبارز شاعر(ډاکټر عارف عثمانوف)
٧- انقلابي او مبارز شاعر(محمديوسف)
٨- اجمل خټک دادب جمال اؤ دسياست جلال(هارون الرشيد خټک)

او هاغه په سوونو مقالې او مضامين ددې څخه علاوه دي چې مختلفو ليکوالو دښاغلي خټک صيب په ژوند، فن، مبارزه اؤ شخصيت ليکلي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG