لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د اېس پي طاهر داوړ تراوسه درک نشته، پوليس


د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر (ايي جي پي) وياند وايي، اېس پي طاهر خان داوړ چې د جمعې په ورځ اسلام اباد ته تللی تر اوسه پورې يې کره مالومات نشته چې هغه ځای دی.

د پوليس مشر وياند ډي اېس پي وقار احمد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، طاهر خان داوړ چې پېښور کې د اېس پي رورل په دنده دی د جمعې په ورځ د څو ساعتونو په چهټۍ اسلام اباد ته تللی او ماښام يې بیرته په ډيوټۍ حاضري وه خو هغه رانغلو.

هغه وويل، د طاهر دواړو د کور نه دوی ته اطلاع شوې چې هغه بيرته نه دی راغلی او موبايل يې بند دی.

پولیس وياند زياته کړه پرون د هغه کور ته پېغام راغلی او طاهر داوړو ويلي، "زه ټيک يم او چې کوم ځای کې يم هلته د موبايل سګنلې خرابې دي او زر به کور ته راشم".

وقار احمد وويل دوی د اسلام اباد پوليس سره په تماس کې دي خو تراوسه څه مالومات نه دي ترلاسه شوي.

نوموړي زیاته کړه په پېښور کې د پوليس يوه ډله جوړه کړی شوې او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

هغه دا هم وويل دا ويل به د وخت نه وړاندې وي چې د طاهر داوړ د بې درکه کېدو په شا علت څه دی؟.

د يادې پېښې زمه واري هم چا نه ده منلې.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي بې درکه پوليس افسر د مالومولو دپاره نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په بنو کې د يوت اف وزیرستان په نوم تنظيم يوه احتجاجي مظاهره هم کړې او د حکومت نه يې د هغه د مالومولو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG