لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې مخالف ګوندونه دحکومت پر ضد یو موټی کیږي


په پاکستان کې دحکومت دکړنو په ضد مخالفو ګوندونو دیو چتر لاندې د راټولیدلو هڅې چټک کړي اؤ دمذهبي ګوندونو دائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف سره لیدلي ترڅو دهغه اؤ اصف علي زرداري ترمینځ اختلافونه ختم کړي.

مولانا فضل الرحمان نوازشریف سره په لیدنه کې هغه ته بلنه هم ورکړې ده چې په شپږم نومبر راجوړیدونکي ټول ګوندیز کانفرنس کې برخه واخلي.

دعمران خان په مشرۍ پاکستان کې دنوي حکومت جوړیدو راپدیخوا دمخالفو ګوندونو دمشر میا شهباز شریف په ګډون یو شمیر سیاسي مشران دغبن په تورونو نیول شوي یا پرې هم په احتساب محکمو کې مقدمې روانې دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري خپل زیاتره مخالفین په غبن کې ککړ بولي اؤ وایي تر ۵۰ؤ سیاسي مشران به زندانونو ته اچول کیږي.

حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه تور لګوي چې حکومت داحتساب محکمې یا نیب سره په ساز باز دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد انتقامي ګامونه اخلي خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې هغه خلک نیول کیږي چې دهیواد پیسې یې وهلي دي.

دمذهبي ګوندونو د ائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان داتوار په ورځ په لاهور کې دپخواني وزیراعظم میا نواز شریف سره لیدلي اؤ هغه ته یې بلنه ورکړې چې دمخالفو ګوندونو راجوړیدونکي ټول ګوندیز کانفرنس کې برخه واخلي.

دمسلم لیګ نواز ډلې دمشر نوازشریف اؤ داپوزیشن دیو بل ستر ګوند پیپلز پارټۍ دمشر اصف علي زرداري ترمینځ هم دامهال سخته سیاسي نالګي روانه ده اؤ سرچینې وایي په ننۍ لیدنه کې مولانا فضل الرحمان نوازشریف څخه غوښتنه کړې چې داصف علي زرداري سره باید وویني اؤ نور خپل منځي اختلافونه ختم کړي.

په پاکستان کې په ۲۵جولایي دشوؤ ټولټاکنو نه وروسته پیپلز ګوند د حکومت جوړیدنې پرمهال دمسلم لیګ نواز ډلې دملاتړ نه انکار کړی ؤ اؤ ځان یې بې پلوه ساتلی ؤ چې له دې امله ددغو دواړو ګوندنو ترمینځ سیاسي واټن سیوا شوی دی.

سرچینې وایي مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کې نوازشریف د ټول ګوندیز کانفرنس رابلل یو ښه ګام بللی خو ویلي یې دي چې هغه به ددغه کانفرنس ایجنډې ته منتظر وي.

دجمعیت علماء اسلام سینیټر مولانا عطاء الرحمان میډیا ته ویلي ټول ګوندیز کانفرنس په شپږم نومبر کیږي چې پکې به د اپوزیشن ګوندونو دمشر میا شهباز شریف د نیونې په ضد اؤ نورو مهمو چارو ټول مخالف ګوندونه یوه تګلاره جوړوي.

دهیواد داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري میډیا ته له وړاندې څخه ویلي چې د ټول ګوندیز کانفرنس څخه نه ویریږي اؤ په غبن کې ککړ سیاسي مشران دې زندانونو ته د تګ دپاره تیارۍ ونیسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG