پاکستاني سوداګر او ټرانسپورټر تور لګوي چې افغان سرحدي چارواکي ترې د کنټېنرو د سوداګريزو ګاډو په پوله راپرېښودو دپاره بډې رشوتې غواړي.
د افغانستان او پاکستان دواړو سوداګر په پوله د بډو رشوتونو تور لګوي او وايي دې ستونزې دوه اړخيزه سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده.
په تورخم کې د ګاډو د يوې ځايي اتحاديې مشر شاکر افريدي د وي او ای ډيوه خبريال ابراهيم شينواري سره په خبرو کې ويلي،
"ټول زور ټرانسپورټرانو له ورکوي او کوم ټرانسپورټر چې ۵۰، ۶۰ زره روپۍ ورکړي هغه لارۍ نېغې راپرېږدي او چې څوک پېسې نه ورکوي هغو ته ويل کيږي چې تاسو به په نمبر کې ځئ".
سرچينې د افغان چارواکو له قوله وايي دوی ګاډي پرېږدي خو په يو ځای يې له دې امله نه پرېږدي چې په پوله ګڼه جوړيږي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې (جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټري) شریک مشر خان جان الکوزی هم مني چې په افغانستان کې ګاډي ايسار پاتې دي او علت يې بډې رشوتي دي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د ۲۰۰۰ نه سېوا ګاډي ولاړ دي او په دې کې زياتره هغه دي چې د کراچۍ نه د شيپنګ کمپنيانو کنټېنرې راوړي کومې چې بايد په ۱۵ ورځو کې بيرته ورسيږی او افغان تجار هره ورځ د هر کنټېنر ۲۰۰ ډالره ډېمبرج ورکوي او هم دې ګاډو والا ته پېسې ورکوي".
نوموړی وايي د پولې دواړو غاړو ته د افغانستان سرحدي پوليس او د پاکستان خاصه دار دواړه په دې کې لاس لري او هغه تور لګوي دواړه غاړو ته د مياشتې په سر په دغو بډو رشوتونو کې په کروړونو روپۍ اخيستل کیږي.
هغه وويل د تورخم پوله د ګاډو دپاره په اته يا نهه بجې سهار خلاصيږي او بيا په څلور بجې تړل کيږي او زياتره د پاکستان نه افغانستان ته تلونکو ګاډو ته اجازه ورکول کيږي، د افغانستان لخوا ګاډو ته ډېره کمه اجازه ورکړل کيږي.
الکوزي وويل دوی پخوا په اسلام اباد کې په شريکه دا پرېکړه کړې وه چې پوله به سهار په اووه بجې خلاصيږي او تر ماسخوتن تر اته بچو پورې به په دې کار کيږي.
هغه زیاته کړه په دې پرېکړه کې ويل شوي وو چې د اووه بجو نه تر څلورو بجو به د پاکستان لخوا ګاډي راځي او د څلور نه تر اته بجو پورې به د افغانستان د لوري ګاډي ځي.
خو الکوزی وايي د پاکستان او افغانستان يو دولت هم په دغه پرېکړه عمل ونه کړو، او دا وخت د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په ملينونو ډالره زيان اوړي.
نوموړي وويل هغه هڅې کوي چې د افغان دولت د چارواکو او په کابل کې د پاکستان د استازو سره په دې اړوند تماس ونيسي او دا مسله ورسره راپورته کړي.
د دواړو هېوادونو سوداګر د تېرې اوږدې مودې نه بيا بيا دغه خبره تګراروي چې سوداګري بايد د سياست ښکار نه شي.
تېره میاشت د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا وي او ای ډیوه سره په خبروکې ويلي ؤ،
"په تېر دوه دوه نيم کاله کې تجارتي حجم ډېرکم شوی دی او دا وخت ۱.۷ اربه ډالره دی کوم چې يو وخت ۲.۵ او ۲.۷ اربه ډالرو ته رسېدلی ؤ او د هغې علتونه د افغان سوداګرو باور ته زیان رسول شوی دی، او بل د چابهار او هند توکي افغانستان ته رسېدلي دي".
پاکستان سږ کال د فرورۍ په مياشت کې د تورخم او بيا د مې په میاشت کې د چمن پوله د میاشتو په حساب تړلې او سوداګر وايي دې بندېز دوي ته په ملينونو ډالره تاوان اړولی وو.