لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف داپوزیشن ټول ګوندیز کانفرنس کې له برخې اخستو انکار کړی


دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف د حکومتي کړنو په ضد د ګډ دریځ اؤ تګلارې خپلولو په موخه داپوزیشن لخوا رابلل شوي ټول ګوندیز کانفرنس کې د برخې نه اخستلو پرېکړه کړې ده خو وایي چې دغه کانفرنس ته به دګوند د مشرانو یو هئېت ورلیږي.

پخواني وزیراعظم نوازشریف نن(سه شنبه) دمسلم لیګ نواز ډلې د پارلیماني غونډې په څنډه کې دګوند دصدر اؤ خپل کشر ورور شهباز شریف سره لیدلي اؤ ورسره یې د نورو مهمو معاملو ترڅنګ د اپوزیشن ګوندونو لخوا په رابلل شوي ټول ګوندیز کانفرنس هم خبرې اترې کړي.

په ۲۸م اکتوبر د دیني ګوندونو دائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان د نوازشریف سره لیدلي وؤ اؤ هغه ته یې راجوړیدونکي ټول ګوندیز کانفرنس کې دګډون بلنه ورکړې وه خو نوازشریف مولانا فضل الرحمان ته ویلي وؤ چې هغه به په دې لړ کې د خپل بندي ورور شهباز شریف سره صلاح کوي.

سرچینې وایي د نوازشریف اؤ شهباز شریف په ننۍ لیدنه کې دواړه په دې خبره صلاح شوي چې نوازشریف به ټول ګوندیز کانفرنس کې پخپله برخه نه اخلي خو دخپل ګوند د مهمو مشرانو یو پلاوی به دغه کانفرنس ته ورلیږي.

په سیاسي توګه د نوازشریف دمخالف اپوزیشن ګوند پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري داسې اشارې ورکړي دي چې هغه به په دغه ټول ګوندیز کانفرنس کې برخه هم واخلي اؤ دنوازشریف سره لیدنې ته هم اماده دی.

خو مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کې ښاغلي شریف د اصف زرداري سره دلیدنې نه انکار کړی ؤ.

په پاکستان کې په ۲۵جولایي دشوؤ ټولټاکنو نه وروسته پیپلز ګوند د حکومت جوړیدنې پرمهال په مرکز اؤ پنجاب صوبه کې دمسلم لیګ نواز ډلې دملاتړ نه انکار کړی ؤ اؤ ځان یې بې پلوه ساتلی ؤ چې له دې امله ددغو دواړو ګوندنو ترمینځ سیاسي واټن سیوا شوی دی.

دعمران خان په مشرۍ پاکستان کې دنوي حکومت جوړیدو راپدیخوا دمخالفو ګوندونو دمشر میا شهباز شریف په ګډون یو شمیر سیاسي مشران دغبن په تورونو نیول شوي یا پرې هم په احتساب محکمو کې مقدمې روانې دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري خپل زیاتره مخالفین په غبن کې ککړ بولي اؤ وایي تر ۵۰ؤ سیاسي مشران به زندانونو ته اچول کیږي.

حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه تور لګوي چې حکومت داحتساب محکمې یا نیب سره په ساز باز دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد انتقامي ګامونه اخلي خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې هغه خلک نیول کیږي چې دهیواد پیسې یې وهلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG