لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې خبریالانو دپارلېمان مخې ته پکوړې پلورل پیل کړي


په پاکستان کې دخبري ادارو څخه دګڼ شمیر خبریالانو د ویستل کیدو اؤ هغوئ ته د تنخاګانو نه ورکولو په ضد وتلو خبریالانو داحتجاج په توګه اسلام اباد کې دپارلیمان د ودانۍ مخې ته پکوړې پلورل پیل کړي دي.

د پاکستاني خبریالانو دمرکزي سازمان(پي ایف یو جی) مشر ښاغلی افضل بټ چې پخپله هم د پکوړو پلورلو ته ناست دی، وایي په پاکستان کې دخبریالانو معاشي قتل عام روان دی اؤ هره ورځ په لسګونو خبریالان د ادارو څخه ویستل کیږي یا هم معاشونه نه ورکړل کیږي خو حکومت یې هیڅ غم نه خوري.

په دې وروستیو کې دپاکستان ګڼو خبري ادارو څخه په لسګونو خبریالان اؤ نور مامورین وروستو له هغې له نوکریو ویستل شوي چې حکومت په میډیا د سرکاري اشتهاراتو بندؤلو پرېکړه وکړه.

دخبریالانو دنوکریو نه د ویستلو په ضد نن (سه شنبه) دهیواد د بیلابیلو برخو نه ګڼ شمیر خبریالان پلازمینې اسلام اباد ته ورټول شوي اؤ داحتجاج په توګه یې دپارلیمان د ودانۍ مخې ته دپکوړو پلورلو سټال لګولی دی.

دپاکستاني خبریالانو داتحادیې مشر افضل بټ وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي په پاکستان کې صحافت کول یو ګران کار دی اؤ تر دې دمه دلته په لسګونو خبریالان وژل شوي اؤ ځورؤل شوي خو دهغې باوجود هم خبریالانو دخپلو فرائضو نه مخ نه دی ستون کړی.

هغه وویل دا مهال په بیلابیلو خبري ادارو کې په سوونو خبریالانو باندې معاشونه تړل شوي اؤ هره ورځ په لسګونو خبریالان له خپلو دندو شړل کیږي چې دا دبشري حقونو اؤ ملکي قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د افضل بټ په وینا “زمونږ ګڼ شمیر ملګري بې روزګاره کړل شوي، چې اوس دهغوئ د کورونو انغري یخ پراته دي،اؤ دمعاشي ستونزو سره مخ شوي، مونږ که صحافت ته څوک نه پریږدي نو بله لاره سره ددې نه سیوا نه پاتې کیږي چې پکوړې خرڅې کړو”

هغه وویل ددې احتجاج مقصد دپاکستان واکمنانو اؤ نړۍ ته ښودل دي چې پاکستان کې خبریالان د څومره بد وضعیت سره مخ دي اؤ دهغوئ په څومره ناترسه توګه استحصال روان دی.

دپېښور وتلي خبریال ښاغلي ناصر داوړ ډیوه نیوز ته ویلي د خبري ادارو نه یوازې هغه کارمندان ویستل کیږي چې په لس یا شل زره روپۍ دمیاشتې کار کوي اؤ دهغوئ دبې روزګارۍ سره دهغوئ ټوله کورنۍ ځپل کیږي.

ناصر داوړ زیاته کړه خبري ادارې که وایي چې حکومت پرې اشتهارات بند کړي دي اؤ د زیاتو ملازمانو دلرلو تاب نه لري نو کولی شي چې دخپلو هاغو خبریالانو تنخاګانې کمې کړي چې په لکونو کې معاشونه اؤ نور مراعات اخلي

هغه وویل “د لسو زرو روپو د یو ملازم په تنخا بچ کولو به یوه اداره څه بچت وکړي خو اصل کې دوئ(مالکان) غواړي چې په دې توګه خبریالان احتجاج ته اړ کړي اؤ په حکومت داشتهاراتو دبحالۍ دپاره فشار راوړي”

ښاغلي داوړ وویل دا مهال په پاکستان کې په ټولو خبري ادارو کې خبریالان دخپلو نوکریو په اړوند د اندېښنو سره مخ دي اؤ انتظار کوي چې کله به ورته ځواب ورکول کیږي چې ته نور نوکرۍ له مه راځه.

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثا روانه میاشت کې د یوې مقدمې اوریدنې په مهال دخبري ادارو په مالکانو غږ کړی و چې خپلو مامورینو ته باید دهغوئ بقایاجات زر ترزره وسپاري خو حکومت لا تر دې دمه دریځ نه دی واضحه کړی چې دخبریالانو د نوکریو نه د ویستلو مخنیوي دپاره به څه ګامونه واخلي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG