لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده:د ډزو پېښه کې دخبریال په ګډون دیوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي


پولیس وایي دچارسدې په عمرزو سیمه کې د کورني تاؤ تریخوالي پسر یو تن خپله مور، ورندار،وراره اؤ د تره زوئ وژلي اؤ دموقعې څخه تښتیدلی دی.

په وژل شوؤ کې دچارسدې پریس کلب ستر سکتر اؤ دیو شخصي ټي وي خبریال احسان شیرپاؤ هم شامل دی.

دچارسدې دضلعي پولیسو مشر عرفان الله خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي د ارشد جمال په نوم یوتن نن په عمرزو کې دخپل کور دننه پخپلې مور ډزې کړي اؤ دهغې له وژنې وروسته یې خپله ورندار، دوه نیم کلن وراره اؤ خبریال احسان شیرپاؤ په ډزو وژلي دي.

د پولیسو مشر وویل ارشد جمال نومې دغه تن له دې وړاندې هم خپله میرمن په ډزو وژلې وه اؤ بیا کراچۍ ته تښتیدلی ؤ .

هغه وویل پولیس چارواکو ته یې دپېښې دپلټنو امر کړی تر څو معلومه کړي چې کراچۍ څخه په بیرته راتلو دغه تن ولې تر اوسه نه ؤ نیول شوی؟

دپولیسو مشر وویل که پلټنو کې دپولیس غفلت په ډاګه شو چې ولې یې دغه تن نه دی نیولی نو دقانون مطابق به یې په ضد ګامونه اخستل کیږي.

هغه وویل د څلورو کسانو وژونکی ارشد جمال یو نشه اي ؤ اؤ دچم ګاونډ خلکو ورسره راشه درشه نه کوله اؤ اوس هغه پولیسو ته امر کړی چې زر ترزره دغه خونړی قاتل ونیسي.

عیني شاهدانو ډيوه نیوز ته ویلي چې د ارشد جمال دخپلې مور سره په څه خبره لانجه روانه وه اؤ دهغه دتره زوئ خبریال احسان شیرپاؤ غوښتل چې ترمینځ یې روغه جوړه وکړي.

عیني شاهدان وایي د نهې د ورځې په سحر ارشد جمال خپل کور ته وسله په لاس دننه شو لمړی یې خپله مور ووژله، بیا یې په تشناب کې پخپله ورندار ډزې وکړې هغه یې ووژله،ورپسې یې خپل دوه نیم کلن وراره ووژلو اؤ چې کله له کوره تښتېدلو نو مخې له ورله خبریال احسان شیرپاؤ په ګاډي کې ورغلی په هغه یې هم ناتاره ډزې وکړې اؤ وئ وژلو.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG