لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غوا په مقدمه ياد د تحريک انصاف ګوند وزير، اعظم خان سواتي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي وزير اعظم خان سواتي چې دا وخت د غوا د مقدمې په اړوند په سوشل ميډيا ياديږي او د تحريک انصاف ګوند د سواتي په مقدمې په تړاؤ د سختو نيوکو لاندې دی.

د جمعې په ورځ سواتي ويلي فارم هاؤس ته يې د ګاونډي غوا اوړېدلې او د فارم هاؤس بوټو ته يې زیان رسولی دی، د هغه دا ګاونډي د قبايلي ضلعې باجوړ سره تعلق لرونکی يو غريب تن دی.

د غوا فارم هاؤس ته تلو وروسته په دې تن مقدمه شوې او دغه تن د هغه ښځه ، پېغله لور او يو زوی بيا جېل ته اچول شوي دي.

اعظم خان سواتي څوک دی؟

اعظم خان سواتي د مانسهرې اوګۍ سيمې د چجهړو کلي اوسېدونکی دی، هغه ابتدايي زده کړې هم په اوګۍ کې ترسره کړي او کالج يې بيا په اېبټ اباد کې ويلی دی.

د سواتي د کالج په زمانه کې د هغه يو اوخښي اشرف عباسي په کراچۍ ښار کې په حبيب نومې بېنک کې منېجر ؤ د چا په اړوند چې ويل کيږي د بېنک نه يې ۴۰ لاکه روپۍ وتښتولې او امریکا ته لاړو. ويل کيږي هغه بيا دا روپۍ بېنک ته ورکړې وې.

سواتي د خپل دغه اوخښي په مرسته بيا امریکا ته لاړو، د امريکا د ژوند په اړوند يې ويل کيږي چې په وړومبيو کې يې سختې تېرې کړي او بياد دوکانونه مالک جوړ شوی ؤ او شته من شو.

پاکستان ته ستنېدل او په سياست کې برخه اخیستل

نوموړی بيا پاکستان ته د پخواني پوځي امر پروېز په وخت کې هغه وخت بيرته راغلو چې کله د مشرف په دور کې بلدياتي انتخابات کېدل او د سواتي په اړوند هغه وخت داسې مشهور شوي وو چې هغه په دغو انتخاباتو په لويه کچه پېسې وېشلې وې.

له دغې وروسته نوموړی په جمعيت علمااسلام (ف) ګوند کې شامل شوی او ياد ګوند سېنېټر جوړ کړی ؤ.

سواتي د کال ۲۰۱۱م پورې سېنېټر ؤ او د هغه وخت د پيپلز ګوند په حکومت کې د پخواني وزيراعظم يوسف ګيلاني په کابينه کې د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير ؤ او په هغه وخت د يوې لانجې له امله نوموړي استعفا ورکړې وه.

د سواتي په تحريک انصاف کې شاملېدل

اعظم سواتي بيا جمعيت علما اسلام (ف) ګوند ته په مخه وويل او په پاکستان تحريک انصاف ګوند کې شامل شو.

سواتي بيا د تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا ګوند مشر جوړ کړی شو خو هلته په ګوند کې دننه د سختو نيوکو سره مخ شوی ؤ. باوجود دې نوموړی د ياد ګوند څخه د سېنېټ غړی جوړ کړی شوی دی.

د سواتي ورور لايق محمد خان د عوامي نيشنل ګوند ممبر دی

اعظم خان سواتي چې په تحریک انصاف کې شامل شوی خو ورور لايق محمد خان يې د جمعيت علمااسلام (ف) ګوند سره پاتې شوی خو هغه هم له دې ګوند نه لاړو او د روان کال ۲۵م جولايۍ په عامو انتخاباتو کې د عوامي نيشنل ګوند په ټکټ د تورغر ضلعې څخه د صوبايي اسمبلۍ په چوکۍ کامياب شوی دی.

د لايق محمد خان په اړوند ويل کيږي چې هغه د لرګو په کاروبار کې ډېرې پېسې جوړي کړي او د کوهستان او الايي ځنګلې يې خرڅي کړي او په دغه دنده کې يې ډېرې پېدا کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو د پاکستان تحريک انصاف حکومت او سواتي ته غبرګون

د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کارکوونکي اقبال خټک په فېس بک ليکلي،

"د غوا پېښې ثابته کړه چې يو نه دوه پاکستانه دي".

د عوامي نيشنل ګوند بشرا ګوهر د پاکستان تحريک انصاف په حکومت او اعظم سواتي په ټیويټر سختې نيوکې کړي

"د تش په نوم حکومت د ۱۰۰ ورځو ترجيحات، وزیراعظم هاؤس او مېښې خرڅول، د اسلام اباد د پوليسو مشر لرې کول، د ښځې او ماشومانو نيول په دې چې غوا يې د اعظم سواتي غېر قانونه قبضه کړي فارم هاؤس ته تللې، د پېنډۍ هلکانو خوښ کړي سکرپټ ملک د ملنډو کړو".

خبريال ارشد شريف په ټويټر ليکلي،

"د يو غريب سړي کورنۍ زندان ته په دې اچول شوې چې غوا يې د ملينونو د دولت خاوند وزیر اعظم سواتي فارم هاؤس ته تللې ده، په غريب ظلم، ستا د وعدې څه وشو".

د اعظم خان سواتي په ټيليفون نه اوچتولو د اسلام اباد پوليس مشر (ايي جي) جان محمد د چوکۍ څخه لرې کړی شوی او بيا د سترې محکمې مشر ميا ثاقب نثار په ياده پېښه خپل ځاني نوټس اخيستی دی.

د سواتي د چلند پرضد په اسلام اباد کې يوه مظاهره هم شوې ده او د تحریک انصاف ګوند د عمران خان په حکومت سختې نيوکې کيږي چې د مدينې د ریاست جوړولو ادعا يې کړې وه خو په غريب پکې په ښکاره ظلم کيږي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG