لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسیه بي بي په اړه د سپریم کورټ پرېکړه د مشال خان او نورو په اړه څه وایي؟


دمذهب د سپکاوي په تور د مرګ دسزا سره دمخ عیسوي میرمنې اسیه بي بي دخوشې کولو پریکړه کې دپاکستان سترې محکمې لیکلي چې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس دکال ۱۹۰ نه تر دې مهاله ۶۲کسان دقضایي چارو ترسره کیدو څخه دمخه پخپل سر وژل شوي.

د۵۷پاڼو په دغه اوږده پرېکړه کې پروسکال دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې دمذهب دسپکاوي په تور د ژورنالیزم دڅانګې د وژل شوي محصل مشال خان یادؤنه هم شوې اؤ ویل شوي چې دپوهنتون دننه مشال خان پاریدلو خلکو یوازې په دې تور وژلی ؤ چې ګنې دمذهب د سپکاوي څه مواد یې خپاره کړي دي.

سترې محکمې دخپلې دغه پرېکړې پیل د شهادت د کلیمې نه کړی دی اؤ بیا یې ددې کلیمې لاندې ژباړه هم کړې ده چې “زه ګواهي ورکووم چې دالله نه سیوا دعبادت بل لائق نشته اؤ محمد(ص) دالله وروستی نبي دی”

دمحکمې په دغه پرېکړه کې داسې ګڼ شمیر دقران شریف ایاتونه اؤ احادیت دحوالې په توګه ورکړل شوي چې داسلام دپیغمبر محمد(ص) سره ترې مینه اؤ دختم نبوت عقیده وده مومي او ویل شوي چې مسلمانان کله هم دخپل پیغمبر سپکاوی نه شي زغملی.

خو محکمې بیا پخپله پرېکړه کې لیکلي چې داسې هم شوي دي چې په کال ۱۹۹۶کې په ایوب مسیح نومې تن د مذهب دسپکاوي تور ولګول شو،هغه دمحکمې په ودانۍ کې دخلکو لخوا په ګولۍ ویشتل شو اؤ بیا ورته محکمې د مرګ سزا واروله.

پرېکړه کې راغلي چې وروسته بیا څرګنده شوه چې چا په ایوب د مذهب دسپکاوي تور لګولی ؤ هغه غوښتل چې دایوب مسیج په اووه مرلې پلاټ قبضه وکړي اؤ په دې کې بریالی شوی هم ؤ خو محکمې بیا دایوب مسیح د مرګ سزا ناچله وګرځوله.

د اسیه بي بي په هکله محکمې خپله پرېکړه کې لیکلي چې چا په هغې دمذهب د سپکاوي تورونه لګولي اؤ څوک د ګواهانو په توګه محکمې ته وړاندې شوي د هغوئ بیانونو کې تضاد دی اؤ دغه مقدمه کې ګڼې نکتې شکمنې دي اؤ دشک ګټه نیغ په نیغه تورن شخص ته رسیږي ځکه نو ستره محکمه داسیه بي بي اپیل مني اؤ دهغې د خوشې کولو امر کوي.

محکمې خپله پرېکړه کې لیکلي چې دائین اؤ قانون له مخې د ریاست ذمه واري ده چې داخبره باید باوري کړي چې هیواد کې دې د مذهب دسپکاوي کومه پېښه رامینځته نه شي اؤ که داسې کوم پېښه کیږي نو بیا یوازې ریاست واک لري چې قانون په لاره واچوي اؤ تورن شخص محکمې ته وړاندې کړي.

دمحکمې پرېکړه کې ویل شوي یوه ډله یا تن دا واک نه لري چې خپله پریکړه وکړي چې دا تن دمذهب دسپکاوي مرتکب شوی که نه.

پرېکړه کې ویل شوي” د مذهب سپکاوی یو ناوړه اؤ غیراخلاقي عمل دی،دسپکاوي هر وړوکی تور هم ښه وارزول ضروري دي، که زمونږ مذهب اسلام دمذهب سپکاوي کوونکي دپاره سخته سزا تجویز کوي نو اسلام دهغه تن دپاره هم دومره سخت دی چې په دروغه تور لکوي، ځکه نو دا دا ریاست ذمه واري ده چې دا خبره باوري کړي یو بېګناه بنده د دروغو په تور د پلټنو اؤ قضایي اوریدنو سره مخ نه شي”

باید وویل شي چې دپاکستان دپنجاب ایالت اوسیدونکې میرمنې اسیه بي بي باندې په کال ۲۰۰۹م کې دمذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي وؤ اؤ دپولیسو لخوا دهغې دنیول کیدلو وروسته محکمې هغې ته ددغو تورونو په اساس دمرګ سزا اورولې وه.

خو اسیه بي بي سترې محکمې ته پخپل اپیل کې ویلي چې هغې دمذهب هیڅ سپکاوی نه دی کړی بلکې دکلي په
پټو کې یې د څو مسلمانو میرمنو سره په دې خبره جګړه شوې وه چې هغې په کټوري کې اوبه ورکولې اؤ دغو ښځو دهغې دلاس نه په دې دلیل اوبه نه څکلې چې ته عیسایي یې اؤ مسلمانانو ته اوبه نه شې ورکولی.

نن د شورو په ورځ دپاکستان سترې محکمې داسیه بي بي اپیل منلی اؤ دهغې دخوشې کولو امر یې کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG