لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د پښتنو د ژوندون دپاره قامي تحریک دی، منظور پشتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، "پي ټي اېم د مختلفو خيالونو، فکرونو، عقايدو، نظريو، پارټيو او د مختلفو طبقو مجموعه ده".

هغه وايي پي ټي اېم د پښتنو قامي تحريک دی او په دې تحريک کې د شاملېدو سره چا خپله عقيده، فکر، پارټي او نظريه نه ده پرېښودې خو په تحريک کې د پښتنو د ژوندون دپاره دوی قامي تحريک جوړ کړی دی.

د پي ټي اېم ملګري خپلې رايې لري د خلکو نظرونه د يو بل نه بدل کېدی شي خو د پي ټي اېم خپلې پينځه غوښتنې دي په هغې او د پښتنو په ژوندن خبرې کوي.

د فېس بک د لارې په ژوندۍ بڼه کې خبرو کې پشتين وويل پي ټي اېم خپله بيانیه وخت په وخت وړاندې کوي.

هغه وويل په پښتنو روان جنګ د هغه په نظر د پښتنو جګړه نه ده، د نړيوالو قوتونو دپاره دلته مېدان جوړ شوی دی.

هغه وويل په پښتونخوا کې د جګړې مخالفت کوي که هر څوک وژل کيږي دوی يې مخالف دي.

پشتين وويل، په پي ټي اېم باندې څوک خپله نظريه، عقيده، فرقه او سیاسي وجود منلی نه شي او نه دې داسې کوي، ځکه چې که د يو ومنل شي، بل ځي، او بيا هغه اتفاق او اتحاد نه پاتې کیږي او که پښتانه ټول په يو نظر وی بيا د پي ټي اېم ضرورت هم نه ؤ.

په پي ټي اېم کې د پاکستان د مختلفو ملت پاله، سياسي او مذهبي ډلو سره تعلق لرونکي کسان شامل دي.

پتشتين وويل پښتانه بايد د يو بل پرضد ونه جنګيږي د خپل راتلونکي نسل دپاره به زړه غټوي د يو بل نه نفرتونه به ختموي او بل نسل ته به مينه پرېږدي.

هغه وويل که پېښه د هر چا سره کيږي او د هر سوچ لرونکي سره وي، خپل سوچ دې په خپل ځای وي خو داسې الفاظ بايد وکارول شي چې بې اتفاقي او کرکه خوره نه کړي.

پشتين زياته کړه په پاکستان کې خلکو د تشدد ډکې مظاهرې وکړې چا ورته څه ونه ويل، پي ټي اېم د کال راهسې پرامنه مظاهرې کوي خپل حق غواړي پرضد يې مقدمې درج کول کیږي او نيول کيږي او داسې کول د رياست د پښتنو سره کرکه په ډاګه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG