لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ویلي د ماسکو د سولې په خبرو کې ګډون کوي


د امریکې او افغانستان د انکار وروسته طالب مشرانو په ماسکو کې د سولې په ګڼ اړخيزه خبرو کې د ګډون کولو ويلي دي.

د رویټرز ترمخه د جمعې په ورځ په ماسکو کې د افغانستان د سولې دپاره غونډه کيږي خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په رسمي توګه په خبرو کې د ګډون نه دي ویلي.

روس د طالبانو په ګډون ۱۲ هېوادونو ته په دغو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې او ویل شوي ايران، چين، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان په خبرو کې د ګډون کوي.

د راپور ترمخه افغان ولسمشر اشرف غني بلنه رد کړې او ویلي يې دي د طالبانو سره خبرې بايد د افغان دولت په مشرۍ کې وشي.

خو روس باوجود د دې چې افغانستان په دغسې کولو ناخوښه دی او دا ناسته د امریکا د طالبانو سره د سولې خبرې پېچلې کولی شي، د ماسکو د غونډې کولو پرېکړه کړې ده.

روس د ستمبر په مياشت کې هم په ماسکو کې دغه ډول يوه غونډه راجوړه کړې او په دغه ناسته کې هم افغانستان او امریکې د ګډون نه انکار کړی او بيا ياده غونډه ځنډول شوې وه.

ويل شوي د طالبانو د قطر د سياسي دفتر د غړي شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ به د طالبانو پينځه کسيزه پلاوی د ماسکو په اوسنيو خبرو کې ګډون کوي.

رویټرز د يو طالب مشر له قوله ویلي ځينې طالب مشرانو په ياده غونډه کې په ګډون خوښي څرګنده کړې او ځينو پرې تحفظات وړاندې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي که څه هم افغان دولت د ماسکو په خبرو کې ګډون نه کوي خو د سولې د عالي شورا په اړوند ويل شوي چې په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

روس دوه ورځې وړاندې هم ويلي ؤ د افغانستان صدر اشرف غني به په ماسکو کې د سولې خبرو ته د مشرانو سیاستوالو يو پلاوی وليږي.

د روس د بهرنيو چارو وزارت د خالي، شنبې په ورځ ويلي ؤ د سولې خبرې د روانې میاشتې په نهمه (نهم نومبر) ټاکل شوي چې پکې به د طالبانو پلاوی هم ګډون کوي.

امريکايي چارواکي وايي امریکا ګڼي بايد ټول هېوادونه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي.

په روس کې د سولې راتلونکې خبرې هم په داسې حال کې ټاکل شوي چې تېره میاشت په افغانستان کې د سولې دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالب مشرانو سره ليدلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG