لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي: امریکا به د پاکستان او افغانستان د اوبو د شخړې په حل کې مثبت کردار ادا کوي


واشنګټن ـــ د کابل سیند د اوبو اړه د پاکستان وروستیو اندېښنو ته په پام سره دا هېواد وایي، امریکې ورته وړاندیز کړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوبو پر سر د شخړې په هواري کې به خپل مثبت کردار تر سره کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو له استازې مېرمن ایلس ویلز سره په اسلام اباد کې تر لیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته وویل، چې له افغانستان سره یې د اوبو شخړه حل کېدو ته اړتیا لري.

قرېشي وویل چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اوبو موضوع یې له مېرمن ویلز سره شریکه کړه او هغې ورته په دې برخه کې د خپل کردار لوبولو په اړه ډاډ ورکړ:

"څنګه چې پاکستان له هند سره د اوبو شراکت لري، له افغانستان سره هم همداسې د اوبو شراکت لري خصوصاً د کابل سیند اوبه چې پاکستان ته راځي خو پر دغو اوبو ځینې مسایل شته چې باید حل شي، امریکې راته وړاندیز وکړ چې د دې شخړې د حل لپاره مثبت کردار ته تیاره ده".

په تېره اکتوبر میاشت کې د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د کابل سیند پر موضوع یو کانفرنس هم کړی وو، چې افغان چارواکو هم پکې ګډون کړی وو او ویناوالو پکې غوښتنه کړې وه چې افغانستان او پاکستان باید د دغو اوبو د برابر استعمال لپاره تر خپل منځ یو قرارداد لاسلیک کړي.

په دې کانفرنس کې افغان جنرل کونسل معین مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د قرارداد د وړاندیز ملاتړ کړی وو او ویلي یې وو چې هېواد یې له پاکستان سره د اوبو پر مسئله خبرو ته تیار دی او د اوبو په اړه نړیوال قانون په دې برخه کې ښه مرسته کولای شي.

کابل سیند شاوخوا ۷۰۰ کیلومیټره اوږد دی چې د افغانستان له غرونو را بهېږي او بیا د پښتونخوا له پېښور، چارسدې او نوښاره تېرېږي په اټک سیمه کې له اباسین دریاب سره ګډېږي.

پاکستان او افغانستان تر خپل منځ د اوبو کوم رسمي قرارداد نه لري او په دې وروستیو کې چې افغان حکومت د کابل په سیند پر اوبو د ډېمونو ځینې منصوبې پیل کړې ده، په پاکستان کې یې اندېښنه پیدا کړې چې وایي دا ډېمونه به د سیند اوبه کمې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG