لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکه د منځومانې ټاکنو کې ډیموکراټان پرمخ روان دي


په امریکا کې د منځومانې ټاکنې سرته رسیدلي اؤ اوس ددغو رائیو شمیرنه روانه ده چې پکې د ري پلبکن په مقابله کې ډیمو کراټان پرمخ روان دي.

څو ګرۍ وړاندې شمیرل شوؤ شمیرو کې ډيموکراټانو ۱۹۴ اؤ ري پبلکن ۱۷۸ څوکۍ ګټلي دي.

دنمائنده ګانو د ایوان د واک ترلاسه کولو دپاره اړینه وه چې د ډيموکراټانو ګوند دې د ري پبلکن څخه دهغوئ ۲۳څوکۍ خپل لاس ته راوړي اؤ په دغسې کولو کې ډيموکراټان بریالي شوي دي.

د منځومانې په دې ټاکنو کې د ډیموکراټانو ګوند د ري پبلکن څخه د ګورنرانو څلور منصبونه هم ګټلي دي.

د ګورنرانو ټاکنه کې د۵۰ؤ څوکیو څخه ري پبلکن ۲۳اؤ ډيموکراټانو ۱۹ ګټلي دي.

دامریکا د نمائنده ګانو ایوان ټولې ۴۳۵ څوکۍ لري اؤ ددې د واک ترلاسه کولو دپاره ۲۱۸ څوکیو ګټلو ته اړتیا وي.

ډیموکراټانو نن تر ټولو لمړۍ مهمه کامیابي د ورجینیا کلیوالې سیمې څخه ترلاسه کړې وه اؤ دغلته نه یې جینیفر ویکسټن سینیټره غوره شوې ده.

دسینیټ د واک ترلاسه کولو دپاره ۵۱ څوکۍ ګټل ضروړي وي خو ډیمو کراټانو ۴۲ څوکۍ ګټلي اؤ ۲۳ څوکۍ له وړاندې څخه لاس کې لرلې.

څیړونکي وایي داسې برېښي چې دسینیټ واک ترلاسه کول به د ډیموکراټانو دپاره ډیر ګران وي خو دنمائنده ګانو د ایوان دګټلو احتمال یې سیوا دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG