لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"دګلالۍ اسماعیل نوم د ایي ایس ایي په وړاندیز اي سي ایل کې اچول شوی"


دپاکستان دکورنیو چارو د محکمې لخوا اسلام اباد هائیکورټ ته ویل شوي چې د پښتنې مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل نوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې د هیواد د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په وړاندیز اچول شوی دی.

اسلام اباد هائیکورټ کې د ګلالۍ اسماعیل لخوا دهغې دنوم ایګزټ کنټرول لسټ نه د ویستلو دخواست اوریدنې په مهال مرستیال څارنوال(ډپټي اټارني جنرل) محکمې ته ویلي چې د ایي ایس ایي لخوا د ګلالۍ اسماعیل دنوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې داچولو وړاندیز دهغې د ریاست مخالفه فعالیتونو له امله اچول شوی.

خو هغه دا نه دي ویلي چې ګلالۍ اسماعیل د ریاست په ضد څه فعالیتونه ترسره کړي دي؟

د پښتونخوا دصوابۍ سیمې سره تعلق لرونکې مدني فعاله ګلالۍ اسماعیل د میرمنو دبیدارۍ د یو غیر دولتي سازمان مشري پغاړه لري خو په دې نزدې وختونو کې هغې دپښتنو دناقانونه وژنو اؤ بې درکه کولو په ضد هم په ګڼو مهمو فورمونو غږ پورته کړی دی.

د اوریدنې په مهال د ګلالۍ اسماعیل وکیل محکمې ته ویلي چې نه خو پرهغې څه مقدمه درج ده اؤ نه په کوم جرم کې ککړه ده خو دهغې باوجود برتانیې څخه وطن ته په راستنیدو ولکه کې اخستل شوې وه.

پخپل خواست کې ګلالۍ اسماعیل دخپل پاسپورټ اؤ سفري کاغذونو هغې ته د بیرته سپارلو غوښتنه کړې چې ایف ایي ای ترې په ۱۲م اکتوبر پاکستان ته په رارسیدلو ضبط کړي وؤ .

خواست کې ویل شوي چې ایف ایي ای وطن ته په راتګ ګلالۍ اسماعیل دپښتون ژغورنې غورځنګ سره د تړاؤ اؤ د ریاست په ضد دتقریرونو په تور ولکه کې اخستې وه خو هغه په وطن مئینه پاکستانۍ ده اؤ کله یې هم دریاست په ضد فعالیتونه نه دي کړي.

هغې دعدالت څخه غوښتنه کړې چې نوم یې باید د ایګزټ کنټرول لسټ څخه وویستل شي اؤ خپل پاسپورټ ورته بیرته وسپارل شي.

دپاکستان دبشري حقونو کمېشن دګلالۍ اسماعیل دنوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې په اچولو اندېښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یي دي د ګرځېدو ازادي په په نړیواله کچه منل شوی انساني حق دی.

تیره میاشت خپله یوه اعلامیه کې دبشري حقونو کمېشن غوښتنه کړې وه چې بايد د ګلالۍ په ګرځېدو او نورو حقونو لګول شوی بندېز لرې کړی شي او په پاکستان کې د بشري حقونو د ساتونکو په کار کې د خنډانو اچولو دپاره د اي سي اېل کارولو څخه ډډه وشي.

ګلالۍ یوه له هغو ۱۹ کسانو ده چې د اګست پر ۱۲مه یې په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې وينا کړې وه او پولیس ورباندې په پوځ او ریاستي ادارو د تنقید مقدمه درج کړې وه، چې له هغوی څخه ۹ تنه د صوابۍ اوسېدونکي پوليس نيولي او بيا په ضمانت خوشي کړی شوي وو.

ګلالۍ بيا په ۲۵م اکتوبر په صوابۍ کې عدالت ته وړاندې شوې او عدالت ورته د نیولو نه وړاندې ضمانت ورکړی ؤ.

XS
SM
MD
LG