واشنګټن ــــ پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې اسلام ته په سپکاوي تورنه عیسایي مېرمن آسیه بي بي له اته کلن بنده وروسته نن د پنجاب په ملتان ښار کې له جېل څخه خوشې کړل شوې ده.
د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د هغې د خوشي کولو امر کړی وو او ویلي یې وو چې پر هغې مذهب ته د سپکاوي لګېدلي تورونه بېځایه وو.
اسوشیېټیډ خبري ایجنسۍ د دوو لوړپوړو پاکستاني چارواکو له خولې لیکي چې آسیه بي بي د شورو- چارشنبې په شپه ناوخته د امنیتي ستونځو له امله په الوتکه کې اسلام اباد ته رسولې ده.
رپوټونه وایي آسیه بي بي چې له ملتان جېله را ایستل کېدله او هوایي ډګر ته وړل کېدله، نو پر لارو کوڅو سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي وو.
د سپریم کورټ د دې پرېکړې په ضد په ټول پاکستان کې د توندروه مذهبي ډلو له خوا درې ورځې پراخ احتجاجونه وشول، چې زیات پکې د تحریک لبیک پاکستان په نامه ډله زیاته فعاله وو.
تحریک لبیک ډلې په اسلام اباد کې پیل کړې احتجاجي ناسته وروسته له هغه پای ته ورسوله، چې حکومت ورسره مذاکرات وکړل.
حکومت په خپره کړې لوظنامه کې ویلي وو، چې د آسیه بي بي د خوشي کولو په اړه د سپریم کورټ پر پرېکړه د بیا کتنې لپاره درخواست ورکړل شوی دی او همدارنګه یې دوی ته ډاډ ورکړی وو چې د اي سي ایل په لیسټ کې د آسیه بي بي د نوم د اچولو لپاره به هم قانوني ګامونه اخلي.
د آسیه بي بي خاوند عاشق مسیح دوې ورځې وړاندې ویلي وو، چې د کورنۍ د غړیو ژوند یې په خطر کې دی او د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون یې له برتانيې او کېنېډا څخه د پناه غوښتنه کړې وه.