لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائیلي ضلعو ته کلېزه ترقیاتي پنګه کې څه کم پینځه اربه روپۍ ورکړل شوې


دپاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دپاره د کلېزې پرمختیایي پنګې په لړ کې څلور ابه اؤ ۸۰ کروړه روپۍ جاري کړي دي.

د لمړیو دریو میاشتو دپاره جاري کړل شوې دغه پیسې به قبائیلي سیمو کې په بیلابیلو پرمختیايي پروژو مصرفولی شي.

خو دقبائیلي ضلعو نه دپارلیمان غړي وایي چې حکومت هغوئ سره دفاټا د پسماندګۍ ختمولو دپاره د۱۰۰ بلین روپو ورکولو کومه ژمنه کړې وه هغه یې نه ده ترسره کړې اؤ د وړاندې په پرتله اوس دغه سیمې نورې هم دتیارو اؤ پسماندګۍ په لوري روانې شوي دي.

مرکز سږ کال د اپریل په میاشت کې د قبائیلي ضلعو د پرمختیايي پروژو دپاره ټولې ۲۴ اربه روپۍ بیلې کړې وې چې ټاکل شوې وه په هغې کې به درې اربه اؤ ۶۰ کروړه روپۍ دفاټا پرمختیايي ادرې (ایف ډي ای) ته ورکول کیږي اؤ ۲۰ اربه اؤ ۴۰ کروړه دقبائیلي ضلعو په پرمختیايي پروژو مصرفیږي.

دفاټا سیکرټریټ سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دقبائیلي ضلعو دننه چې به په کومو پرمختیايي پروژو کار کیږي هغې کې به دمهمندو په نحقي ټنل یو ارب،۱۱کروړه،۷۳لکه اؤ۳۸ زره روپۍ لګول کیږي.

په غلنۍ سړک جوړؤلو به ۵۰کروړه،په کرم تنګي ډیم به ۳۱ کروړه اؤ ۴۰ لکه اؤ د اورکزو ایجنسۍ د زیره نه ډبوري پورې د سړک په جوړونه به یو ارب،۳۱ کروړه اؤ ۸۸لکه روپۍ مصرفولی شي.

خو دکرمې ایجنسۍ نه دقامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین طوري وایي چې قبائیلي سیمو دپاره په کلیز ترقیاتي پروګرام کې څلور یا پینځه اربه روپۍ پسماندګۍ اؤ مصیبتونو سره مخ قبائیلي ولس له د سترګو تورولو برابر خبره ده.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې هغه وویل قبائیلو سره ژمنه شوې وه چې “مین سټریم” یا بنیادي ځاندره کې به ورګډولی شي خو داسې هیڅ ونه شول اؤ اوس دقبائیلي سیمو دننه داصلاحاتو خبرې یوازې تر میډيا محدودې پاتې شوي دي.

نوموړي وویل “مونږ ته ویل شوي وؤ چې فاټا ته به ۱۰۰ بلینه روپۍ ورکوؤ، شپرمیاشتې تیرې شوې خو مونږ ته دغه پیسې رانکړل شوې اؤ که څه لږې ډیرې پېسې جاري شوي هم دي نو داصلاحاتو دنه عملي کیدلو له امله محکمې په بند نه پوهیږي چې دغه پیسې څنګه مصرف کړي؟”

هغه وویل “په نوي نظام کې تر اوسه ده نه ده صفا شوې چې قبائیلي چارې به دصوبې ګورنر پرمخ وړي که وزیراعلي؟ که حکومت وایي چې وزیراعلي به دفاټا چارې پرمخ وړي نو تر اوسه خو مونږ وزیراعلي کېښنولي نه یو چې زمونږ خبره هم واوري اؤ خپله راته هم وکړي”

ساجد حسین طوري وویل حکومت دفاټا په صوبه کې د ورګډولو عمل بیخي دسستۍ ښکار کړی اؤ نن ددې په نتیجه کې وړاندې دستونزو سره مخ دقبائیلي عوامو ستونزې نورې هم سیوا شوي اؤ دومره مایوسه شوي چې اوس وایي هغوئ دپاره هم هغه زوړ د ایف سي ار نظام ښه ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG