لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روسیې پوهنتون کې غني خان،د رباب پښتو نغمې اؤ داسفندیار ولي چرچکې


د روسیې ورونیژ ښار په دولتي پوهنتون کې دستر پښتون شاعر اؤ فلسفي غني خان دمجمسمې داېښودلو دمراسمو په پرمهال دغلته یو بشپړ پښتون چاپیریال ترنظره کیدلو اؤ د رباب د خوندورو نغمو سره دعوامي نیشنل مشر اسفندیار ولي خان پخپله لاسونه پړقول.

تیره ورځ د ورونیژ ښا په پوهنتون کې د غني خان د اېښودل شوې مجسمې مخکتنه د عوامي نیشنل ګوند دمرکزي صدر اؤ دغني خان د وراره اسفندیار ولي خان په لاسونو شوې ده.

برتانوي خبري اژانس بي بي سي وایي دا د روسیې په تاریخ کې لمړی ځل دی چې دیو پوهتنون په کچه پکې کوم پښتون شاعر یا لیکوال ته درناوی ورکړل شوی دی.

ورونیژ په پوهنتون کې داسفندیار ولي خان په لاسونو دغني مجسمې څخه د پردې لرې کولو دمراسمو کومې ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي هغې کې لیدل کې چې کله اسفندیار ولي ته دخبرو بلنه ورکړل شوه نو هغه د خپلو خبرو پیل دغني خان په دې شعر وکړو چې

چغې وئ اجل ملا ته اورې که نه اورې

تشې خاورې نه دی غني څنګه به شي خاورې.

اسفندیار ولي خان د روسیې پوهنتون کې دغني خان دمجسمې مخکتنه کوي
اسفندیار ولي خان د روسیې پوهنتون کې دغني خان دمجسمې مخکتنه کوي

هغه وویل “زه نن ډیر جذباتي یم حتی خپلې نیمې خبرې راڅخه هیرې دي ،ما دپاره زما پر ژوند یا دا ډيره د ویاړ خبره ده چې دلته دغني خان دمجسمې مخکتنه کووم اؤ یا هاغه دستر ویاړ خبره وه چې دکرزي صیب سره مې په ګډه دباچاخان بابا د مزار کاڼی اېښودلو”

دعوامي نیشنل ګوند لخوا دجاري شوي یو بیان کې ویل شوي اسفندیار ولي خان په دغو مراسمو کې ویلي روسیې چې په پوهنتون کې دغني خان کوم یادګار کېښودو دا د ټولو افغانانو دپاره د ویاړ خبره ده.

هغه وویل دپښتون قامي غورځنګ سره د تړاؤ له امله پاکستان کې غني خان ته هاغه دولتي اعزازت اؤ درناوی ورنکړل شو چې هغه یې حقدار ؤ.

دعوامي نیشنل ګوند مشر وویل له بده مرغه له نیمې زیات پښتانه د ستر شاعر،فلسفي اؤ مصور غني خان د فکر سره اشنا نه دي اؤ ددې اساسي علت خپلې ژبې نه د هغوئ لرې والی دی.

اسفندیار ولي زیاته کړه دفرانس دانقلاب نه راواخله تر د روسیې انقلابه اؤ خدایي خدمتګار تحریک پورې ګڼو تحریکونو کې شاعرانو مهم رول لوبولی دی اؤ قامونو ذهني ودې اؤ یووالي ته لاره دغني خان په څير د لویې فکر شاعران هواروي.

په سوشل میډيا دیادو مراسمو خپرو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې ددغه مجسمې دمخکتنې وروسته په پوهنتون کې په رباب د پښتو نغمې وغږول شوې.

کله چې په رباب دپښتو دا نغمه غږول کیدله “مونږ یو دخیبر زلمي پښتو زمونږه شان دی” نو اسفندیار ولي خان،دپوهنتون استاذانو،محصلینو اؤ روسیه کې میشته دپښتو ټولنې غړو ورسره چکچکې کولې اؤ دپوهنځي دننه یو بشپړ پښتون چاپیریال ترسترګو کیدلو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG