لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالصمد: په بنو کې زموږ خلاف مقدمه سېول انتظامیې نه، ای ایس ای کړې ده


واشنګټن ـــ د پښتونخوا په بنو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له ۳۳ نیول شویو کسانو څخه دوه تنه یې نن په ضمانت را خوشي شوي چې په هغوی کې عبدالصمد خان هم شامل دی او هغه وایي چې د دوی په ضد مقدمه سېول انتظامیې نه بلکې ای ایس ای کړې ده.

په بنو کې د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر عبدالصمد خان تر را خوشي کېدو وروسته له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې دعوه وکړه، چې د دوی په ضد مقدمه پولیسو نه بلکې د پاکستان استخباراتي ادارې کړې ده:

"په ۲۷ اکتوبر ماته د ای ایس ای کرنېل دا خبره وکړه چې ستاسې خلاف به درې ایف ای آرونه کېږي، یو دا چې تاسې د ۱۴۴ دفعې خلاف ورزي وکړه، بل مو په ۲۷ اکتوبر لاریون ایستلی وو، درېیم دا چې په جلسه کې مو [د ریاست خلاف] نعرې او تقریرونه کړي وو".

صمد خان تور پورې کوي چې پولیسو له سړکونو عام خلک هم له پي ټي ایم سره د تړاو په تور نیول او په وهلو ټکولو یې موټر ته خېژول.

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو کسانو وکیل عرفان پیرزاده وایي، د ده اکثره مؤکلین تش په دې تور نیول شوي دي چې وایي د منظور پښتین غوندې خولۍ یې پر سر کړې وې خو د پي ټي ایم غړي نه بلکې عام خلک دي:

"که په تکنیکي توګه ورته وګوره دا د دې ادارې واخطایي ده چې بې ځایه ایف آی آرونه یې وکړل، بیا یې وړوکي ماشومان پر سړکونو ونیول، له زنانه وو یې را ګوښي کړل او له هاسټلونو یې ونیول، تش په دې چې د منظور پښتین خولۍ یې په سر وې".

د بنو پولیسو په ایف آی آر کې پښتون ژغورنې غورځنګ په دې تورن کړی، چې وایي له ۱۴۴ دفعې یې سرغړونه کړې، د ریاست په ضد یې نعرې وهلې دي او خلک یې په زوره جلسې ته راوستي دي، خو د دې تحریک مشران وایي، دوی له خپلو خلکو سره د شوي ظلم په اړه حقایق بیانوي او ځینې ادارې- چې اشاره یې پوځ ته ده- دغه حقایق نه شي اورېدلای.

د پي ټي ایم د اکتوبر د ۲۸مې د جلسې په تور په تېرو څو ورځو کې په بنو ښار کې ۳۳ کسان نیول شوي وو، چې ۲ یې نن په ضمانت خوشي شول، خو نور لا هم په جېل کې بند دي او ټاکل شوې چې د خالي- شنبې په ورځ به ۲۲ تنه نور هم په ضمانت خوشي شي.

د وي.او.اې ډیوه خبریال هڅه وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو کسانو او د صمد خان د دعوو په اړه د بنو له ځایي چارواکو سره خبرې وکړي، خو په بیا بیا هڅو برسېره هم هغوی خبرو ته حاضر نه شول.

د پاکستان پوځ او وزیراعظم عمران خان د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې آییني او قانوني ګڼي. پوځ څو ځله ویلي چې دوی د دې تحریک ځینې غوښتنې منلې او د نورو د منلو لپاره به یې کار کوي. همدارنګه وزیراعظم عمران خان هم څو ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ له غړو علي وزیر او محسن داوړ سره د لیدو په وخت د دوی د غوښتنو د پوره کولو ژمنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG