لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په عمل کې رامخې ته خنډان به لرې کولی شي


د قبايلي ضلعو سره تړاؤ لرونکي د پارليمان غړی وزیراعظم عمران خان ورته باور ورکړی چې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په روان عمل کې رامنځته خنډان به د مخې نه لرې کوي.

د قبايلي ضلعو نه د پارلیمان منتخب ممبرانو، د سېنېټ او د فاټا ټاسک فورس غړو د جمعې په ورځ د وزيراعظم خان سره ليدلي او د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډولو په عمل ورسره غږېدلي دي.

د وزيراعظم سره په ناسته کې ګډون وال د مومند ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړی ساجد مومند وايي، عمران خان په کلکه وویل چې د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډولو د عمل په ناکامه کولو کې چې څوک هم په لار کې خنډ جوړيږي هغه دې مينځه لرې کړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې مومند وويل، د دې کار په ناکامه کولو کې چې "کوم افسران، څومره بېورکرېسې ککړه وي هغه د هاغو ځايونو نه لرې کول، او داسې نور چې د انضمام مخې له راځي هغه به لرې کولی شي او د انضمام مخالفينو ته يې ښکاره پېغام ورکړو چې مونږ به په دې کې هيڅ رکاوټ ونه زغمو".

هغه وويل عمران خان ورته باور ورکړی دوي هڅه کوي چې په قامي مالياتي اېوارډ (اېن اېف سي) کې قبايلي سيمې ته په برخه ورکولو صوبې اماده کړي.

مومند زياته کړه چې وزيراعظم ورته دا هم ويلي چې د نور ملک په څېر قانون په قبايلي سيمو کې په ځای کولی شي.

په ناسته کې ګډون وال د باجوړ نه د سېنېټ او د فاټا ټاسک فورس غړی هدايت الله وایي چې ډېر زر به په قبايلي سيمو کې بدلون ښکاره شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هدایت الله وويل، دغه بدلون به د بلدياتي او صوبايي انتخاباتو په شکل کې مخې ته راشي.

هغه وویل په ناسته کې وويل شو چې په قانوني او ائیني توګه پکار ده چې په قبايلي ضلعو کې د ۲۵ مې پورې صوبايي انتخابات وشي، او د څلورم دسمبر پورې د انتخاباتو دپاره حلقې جوړې شي.

هغه زیاته کړه تر څو چې د سيمې نه د صوبايي اسمبلۍ غړي نه وي منتخب شوي نو تر هغې به د سیمې خلکو ته نه ښکاري چې دوی د صوبې برخه جوړ کړی شوي دي.

هدايت الله وايي په سيمه کې د بلدياتي انتخاباتو دپاره د مارچ ۲۰۱۹ پورې به حلقه بندۍ شوي وي او انتخابات به هم ترسره شي.

هغه زياته کړه پاتې نورې مالياتې مسلې دي او دوی ته نه ښکاري چې په اېن اېف سي کې به ورته په سمدستي ډول برخه ترلاسه شي ځکه چې يواځې خېبرپښتونخوا صوبې په دغه کار خوښې څرګنده کړې ده.

هغه وويل پاتې نورو درې واړه صوبو تراوسه لا خوښي نه ده څرګنده کړې چې په اېن اېف سي کې به درې فيصده برخه قبايلي ضلعو ته ورکړي.

پاکستان د روان کال د مې میاشتې په وروستيو کې د مرکزي پارليمان او پښتونخوا له اسمبلۍ د ۲۵م اييني بدلون تر منظورېدو وروسته فاټا د خېبر پښتونخوا برخه ګرځولې ده.

په سیمه کې د ایف سي آر قانون پر ځای هلته د لنډمهالې حکومتدارۍ قانون (فاټا انټریم ګورننس ريګولېشن) پر ځای کړل شوی خو په وروستيو کې د پېښور هايکورټ د يو امر د لارې د ځايي انتظاميې نه د فېصلو کولو اختيار اخيستی او صوبايي حکومت ته يې ویلي چې په دغه اړوند دې په ۳۰ ورځو کې ځواب ورکړي.

بل لور ته د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په عمل کې تراوسه پورې يواځې څو محکمې صوبې ته په واک کې ورکړل شوي دي چې پکې د تعليم، زکات عشر، صحت او د ابادۍ د ښېګړې محکمې شاملې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG