د اسلام اباد څخه بې درکه شوي پوليس افسر (اېس پي) طاهر خان داوړ د مالومولو او راخوشي کولو دپاره د داوړو قامي جرګې پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې به احتجاج کوي.
د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶م د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ، نوموړی په پېښور کې د اېس پي رورل په چوکۍ مامور ؤ.
داوړ قامي جرګې پرون د اتوار،يکشنبې په ورځ د پېښور په باغ ناران کې په يوه غونډه کې پرېکړه کړې چې دوي به په اسلام اباد کې احتجاج کوي ځکه چې پوليس افسر د اسلام اباد څخه بې درکه شوی دی.
د باغ ناران په جرګه کې د شمالي او جنوبي وزيرستان د احمد زو او اتمانزو سره د نورو قبيلو مشرانو هم ګډون کړی دی خو دوي په سمدستي ډول د احتجاج نېټه نه ده ټاکلې.
د پېښور پوليس وايي دوي ته هم تراوسه پورې څه درک نه دی شوی چې طاهر داړو چرته دی.
د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر (ايي جي پي) وياند ډي اېس پي وقار احمد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د طاهر داوړ په اړوند لوړ پوړي چارواکي اسلام اباد ته تللي او د اسلام اباد د پوليس مشرانو سره يې ليدلي دي.
هغه وويل تراوسه پورې دوي ته د پوليس افسر د درک په اړوند څه نه دي ويل شوي.
د پوليس ویاند په وېنا طاهر دواړو د بې درکه کېدو وروسته په دوېمه ورځ کور ته یو پېغام کړی او د هغې وروسته یې بيا درک نه دی مالوم.
د طاهر داوړ کورنۍ او قامي جرګې د هغه په اړوند د تېرې نهې، سه شنبې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې يوه خبري غونډه هم کړې وه.