لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د باجوړ پرېس کلب د ترهګرو د ګواښونو وروسته تړل شوی دی


د قبايلي ضلعې باجوړ، پرېس کلب د ترهګرو د ګواښونو وروسته تړل شوی او د لیويز ځواک سرتيري په پرېس کلب کې ځای په ځای کړی شوي دي.

د باجوړ پرېس کلب مشر حسبان الله وايي، ځايي انتظامیې دوي ته د ترهګرو د ګواښونو خبر ورکړی او دوي بيا پرېس کلب تړلی دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، پرون د باجوړ ليویز ځواک سرتيري پرېس کلب ته د امنیت په موخه راغلي او د پرېس کلب امنیت يې په خپلو لاسو کې اخيستی دی.

د سيمې نه د ډیوه خبريال عرفان الله جان وايي د باجوړ مرستیال کمشنر محمد عارف يوسفزی مني چې پرېس کلب ته ګواښونه دي، دوي ورته د امنیت انتظام کړی خو بيا هم پرېس کلب د ګواښونو له کبله تړل شوی دی.

حسبان الله وايي دوي ته د انتظاميې لخوا ويل شوي چې زيات ګواښونه ژورنالسټانو ته دي.

هغه وويل دا لومړی ځل نه دی چې پرېس کلب تړل کيږي او له دې وړاندې په کال ۲۰۰۷ او بيا په کال ۲۰۱۶م کې هم پرېس کلب د ګواښونو له کبله تړل شوی ؤ.

هغه زياته کړه په کال ۲۰۰۷م کې په باجوړ کې يو ژورنالسټ ابراهيم جان هم په ډزو وژل شوی او طالبانو يې بيا د وژنې زمه واري منلې وه.

په باجوړ کې د پرېس کلب تړلو ته په غبرګون کې ژورنالسټ مظهرعباس په ټويټر ليکلي،

"په کراچۍ پرېس کلب د بريد وروسته د باجوړ پرېس کلب د انتظاميې په وېنا تړل شوی دی. ژورنالسټان د ترهګرۍ د تورونو، مالي او امنيتي ستونزو سره مخ دي. په جمهوري حکومت کې دا څه روان دي؟".

په کراچۍ پرېس کلب د تېر زيارت په شپه وسله په لاس په ساده جامو کې څو کسان ورننوتي او له هغې دوه ورځې وروسته بيا يو ژورنالسټ نصرالله چوهدري هم نيول شوی ؤ.

د ژورنالسټ په اړوند د ترهګرۍ ضد پوليس (سي ټي ډي) ويلي دغه تن يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې القاعده د بدنامه ترهګر خالد مکاشي د ملګرتیا او سهولت کار ، د کرکې خورؤنکو موادو، او او د پاکستان د پوځ د بدناموؤنکي (لټرېچر) په تور کې نيولی دی.

د سندهـ حکومت محکمه داخله د نصرالله چوهدري نه د پلټنو دپاره يوه ګډه کميټي هم جوړه کړې ده.

د کراچۍ پرېس انتظاميې پرېس کلب ته په ساده جامو کې وسله په لاس کسانو ورننوتو او ژورنالسټ د نيولو پرضد د احتجاج لړۍ پېل کړې او په ژورنالسټ لګېدلي تورونه يې رد کړي دي.

نيول شوی ژورنالسټ سي ټي ډي عدالت ته وړاندې کړی او نن د شورو، چهارشنبې په ورځ يې د پينځه ورځو په عدالتي ریمانډ جېل ته لېږلی دی.

د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړيوال تنظیم (کميټي ټو پروټېکټ ژورنالسټ) د اسيا مشر سټيون بټلر د نصرالله چوهدري د پوليس لخوا په نيول کېدو او کراچۍ پرېس کلب باندې په بريد اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي د پاکستاني چارواکو نه د رسنیو د ګواښونو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

پاکستان د وړاندې نه د ژورنالسټانو او رسنيو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شماريږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG