لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شکر یا ډيابېټېس څه ډول ناروغي ده؟


د شکر یا شوګر ناروغي چې په طبابت کې ورته ډیابېټېس میلېټس وايي، هر کال په نړۍ کې په میلیونونو کسان اخته کوي او کابو پنځه میلیونه کسان وژني.

هر کال د نومبر ۱۴ نېټه په نړۍ کې د شکر یا ډیابېټېس د نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي تر څو ددغې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړای شي.

دغه ناروغي هغه وخت رامنځ کېږي چې په بدن کې انسولین جوړ نه شي او یا د انسولین اغیز کم شي.

انسولین هغه هارمون دی چې په پانکریاس کې جوړېږي او د بدن حجرو (سلز) ته خوږه یا ګلوکوز دننه کوي.

هر کله چې انسولین لږ یا بې اغیزې شي نو حجرو ته ګلوکوز د مصرف لپاره نه دننه کېږي او پر ځای یې په وینه کې د کچې په لوړېدو سره انسان ته د شکر ناروغي پیدا کېږي.

د شکرې په ناروغۍ باندې اخته کسان ژر ژر تشو متیازو ته ځي، ژر ژر وږی کېږي او ډېر خواړه خوري.

که ددې ناروغۍ کنټرول او درملنه ونه شي نو د پښتورګو د ناروغیو، دماغي سکتې، د سترګو د دید کموالي، د پښو د ټپونو او حتی د مړینې سبب هم ګرځېدای شي.

د ډیابېټېس ډولونه:

که چېرې په پانکریاس کې انسولین جوړ نشي نو دې ته ټایپ ون ډیابېټېس وايي، چې په ماشومتوب کې رامنځ ته کېږي او بیا وروسته په ژوند کې راڅرګندېږي.

په ټایپ ټو یا دوهم ډول ډیابېټېس کې د انسان بدن د انسولین په وړاندې غبرګون نشي څرګندولی او که په ساده توګه وویل شي نو انسولین شته خو خپل کار نشي ترسره کولای او همدا ډول په نړۍ کې د شکر د ناروغیو ۹۰ فیصده جوړوي.

اکثره دغه ډول شکر په بالغو خلکو او کله کله په نویو ځوانانو کې هم لیدل کېدای شي.

دا ډول شکر په هغو خلکو کې هم لیدل کېږي چې ددې ناروغۍ کورنۍ تاریخچه ولري یعنې د شکر ناروغۍ یې د کورنۍ په نورو غړیو کې هم لیدل شوې وي.

د ډیابېټېس د مخنیوي لارې چارې

که انسان بوره یا خوږه لږه وخوري او هره ورځ ورزش وکړي نو له دې ناروغۍ څخه بچ پاتې کیدای شي.

په ورته وخت کې که د سګرټو، نصوارو او تنباکو د څکولو عمل پرې ښودل شي نو د شکرې د ناروغۍ د راتلو ګواښ به ورسره کم شي.

روغتیا پوهان وايي، که لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت یو کس پلی وګرځي (قدم ووهي) نو د ډیابیټېس د راتګ خطر پکې کمېږی.

که د بدن وزن مو زیات وي نو هرو مرو یې د کمېدو کوښښ وکړئ.

همدرانګه ډاکټران وايي، که په بدن کې مو د شکر د ناروغۍ نښې نښانې راڅرګندې شوې هرو مرو ډاکټر ته ولاړ شئ تر څو ناروغي پر وخت کنټرول شي.

په شکر د اخته کسانو شمېر

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اچ او) وايي، په ټوله نړۍ کې د شکرې یا ډیابېټېس په ناروغۍ باندې ۱۵۰ میلیونه کسان اخته دي او دوی اټکل کوي چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې دغه شمېره ښايي دوه برابره زیاته شي.

ډبلو اچ او دا هم وايي، چې زیاتره دغه نوې پېښې به په مخ پر ودې هېوادونو کې وي او هغه ځکه چې خلک پکې خپل وزن نه کنټرولوي، غیر صحي خواړه خوري او ورزش نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG